لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:زیارت نه تښتول شوی پوځي افسر وسله والو وژلی دی


سرچنیو د پوځی افسر د وژل کیدو په اړه نور تفیصلات نه دي ښکاره کړي اؤ نه یې هم دلیفټننټ کرنل لایق مرزا سره د دویم تښتول شوى تن په هکله څه معلومات مخې ته راوړي دي
سرچنیو د پوځی افسر د وژل کیدو په اړه نور تفیصلات نه دي ښکاره کړي اؤ نه یې هم دلیفټننټ کرنل لایق مرزا سره د دویم تښتول شوى تن په هکله څه معلومات مخې ته راوړي دي

بلوچستان کې حکومتي او پوځي سرچينو د زيارت ضلعې څخه تښتول شوي د کوټې د ډيفنس هاؤسنگ اتھارټي د افسر ليفټننټ کرنل لايق مرزا د وژل کیدو پخلى کړى دى.

د راپورونو له مخې، کرنل لایق مرزا د د جولای په ۱۲ مه د سه شنبې په شپه له خپل یوه ملګري سره د کوټې او د زیارت ترمنځ د ورچوم له سیمې څخه هغه مهال تښتول شوی ؤ چې له خپلۍ کورنۍ سره یې ګاډي کې په لاره سفر کولو.

د حکومت له لوري دلغوه شوې وسله والی ډلې بلوڅ لبريشن آرمی ویاند جنید بلوڅ د ليفټننټ کرنل لايق مرزا د وژنې د او تښتولو مسؤلیت په غاړه اخستی او ویلي یې دي چې تښتول شوؤ‌پوځي افسرانو په جبري توګه د بلوڅو ځوانانو او ښځو په بې درک کولو کې لاس لرلو او د بشري حقونو په سرغړونو کې ککړ وو.

سرچنیو د پوځی افسر د وژل کیدو په اړه نور تفیصلات نه دي ښکاره کړي اؤ نه یې هم دلیفټننټ کرنل لایق مرزا سره د دویم تښتول شوى تن په هکله څه معلومات مخې ته راوړي دي.

په ټولنیزو رسنیو ځینو فعالینو ادعا کړې چې دویم تښتول شوی تن د ليفټننټ کرنل لايق مرزا له خپلوانو څخه دی چې لټون يې روان دى.

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو په يو بيان کې د تښتول شوي افسر په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي یې دي چې وسلوال غواړي دلته د ویری چاپیریال پرانستل شي.

دې وروستیو کې په بلوچستان ایالت کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي چې پکې په لسګونو امنیتي سرتیري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل ای پغاړه اخستې ده اؤ دتحریک انصاف په تیر حکومت کې داطلاعاتو مرکزي وزیر شیخ رشید احمد دعوه کړې وه چې بلوڅ وسله والو ډلو ته د پردې ترشا د ترهګرې ډلې داعش مرسته ترلاسه ده خو هغه دخپلې دې دعوې هیڅ ثبوت مخې ته نه ؤ‌ راوړی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG