لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت د خودکاره وسلو لایسنسونو د ځنډولو فېصله کړې ده


د خوکارې یا اټومیټک وسلې په اړه یو قانوني ماهر وایي داسې قسمه وسله د پوځ د استعمال لپاره وي او عام شهریان یې باید چې و نه لري
د خوکارې یا اټومیټک وسلې په اړه یو قانوني ماهر وایي داسې قسمه وسله د پوځ د استعمال لپاره وي او عام شهریان یې باید چې و نه لري

د پاکستان حکومت فېصله کړې ده چې د اینده کال د جنورۍ د میاشتې د ١٥ مې نېټې پورې به د خودکاره وسلو لایسنسونه یا اجازت نامې وځنډول شي.

د کورنیو چارو وزارت په دې اړه یوه هدایت نامه جاري کړې ده او خلکو ته ویل شوي چې د کال ٢٠١٨ د جنورۍ د ١٥ مې نېټې پورې خپله خودکاره یا اټومېټک وسله دې د ضلعۍ انتظاميي سره جمع کړي.

ددې په بدل کې به خلکو ته نیمه خودکاره وسله او یا ٥٠٠٠٠ روپۍ ورکول کیږي. خو وس به کتنه دا وي چې آیا خلک به د خپلې گرانې بېعې خودکاره وسله د ٥٠٠٠٠ زرو روپو او یا د نېمې خودکارې وسلې په بدل کې حکومت ته ورکولو کې دلچسپي ولري او که نا؟

د نړۍ په گڼ شمیر هیوادونو کې شهریانو ته د خپل تحفظ دپاره د وسله ساتلو اجازت نامې یا لایسنسونه ورکول کیږي خو دا وسله زیاتره د وړې کچې وي.

د خوکارې یا اټومیټک وسلې په اړه یو قانوني ماهر وایي داسې قسمه وسله د پوځ د استعمال لپاره وي او عام شهریان یې باید چې و نه لري.

د شهري حقونو یو کارکونکی د داخله چارو د اقدام په اړه وايي حکومت دې اول د خلکو تحفظ یقیني کړي او بیا دې د خودکارې وسله تقاضه وکړي.

نور تفصیل د وي او ای خبریال احسان محمد خان په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG