لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازربايجان او ارمينايي چارواکي په نګورنو قراباخ کې په ډزبندۍ متفق شوي


د نګورنو قراباخ سيمه ټول په ټوله د ازربايجان دننه ده خو اکثريت ابادي يې په قوم ارمينيايي وګړي دي. د کال 1994 راهسې دا سیمه د ارمينيانو په ولقه کې ده. د سيمې لږه برخه ازربايجان د کال 2020 د جګړې وروستو نيولې او روسي امن ساتونکي ځواکونه په کې ځای په ځای کړل شول
د نګورنو قراباخ سيمه ټول په ټوله د ازربايجان دننه ده خو اکثريت ابادي يې په قوم ارمينيايي وګړي دي. د کال 1994 راهسې دا سیمه د ارمينيانو په ولقه کې ده. د سيمې لږه برخه ازربايجان د کال 2020 د جګړې وروستو نيولې او روسي امن ساتونکي ځواکونه په کې ځای په ځای کړل شول

د ازربايجان او د بيلې شوې سيمې نګورنو قراباخ چارواکي د شورو، چهارشنبې په ورځ په ډزبندۍ متفق شول. د ډزبندۍ نه یوه ورځ وړاندې ازربايجان ویلي وو چې د ترهګرو په ضد يې عمليات شروع کړي دي.

د ډزبندۍ لوظنامه د روس د امن ساتونکو ځواکونو په منځګړيتوب شوي ده. معاهده په بيلتون غوښتونکو غږ کوي چې وسله کښېږدي او د ارمينيا ځواکونه دې د سیمې نه ووځي.

د ازربايجان چارواکي به د زيارت په ورځ د ارمينايي قوم نمايندګانو سره د ازربايجان په يولاک ښار ویني چې د سيمې په راتلونکي خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا به هم د زيارت، پنجشنبې، په ورځ په سیمه کې د صورتحال په اړه غونډه کوي.

د ارمينيا چارواکي وايي جګړه د شورو، چهارشنبې، د ورځې پورې روانه وه او کم نه کم 32 تنه په کې وژل شوي او د 200 نه زیات نور کسان په کې ژوبل شوي دي.

د تشدد پېښو د امن د پاره نړيوال غږونه راپورته کړل چې په کې د روس او پوپ فرانسېس غږونه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل اېنټونيو ګوټېرېس هم غږ وکړو چې جګړه دې په سملاسي توګه ودرول شي او په سيمه کې دې داوږد مهاله امن د پاره هلې ځلې وکړی شي.

د امريکا د خارجه چارو وزارت ويلي سيکرټري اف سټيټ اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ د ازربايجان د صدر الهام علييو او دارمينيا د وزير اعظم نيکول پاشينيان سره په ټيليفون خبرې وکړې.

بلېنکن علييو ته ويلي په نګورنو قراباخ کې د ازربايجان او ارمينيانو د روانې شخړې پوځي حل نشته او دواړه فريقېن باید خبرو اترو ته کښېني او اختلافات ختم کړي.

د عللييو دفتر په يو بيان کې ويلي عمليات به هله ختميږي چې ارمينيايي جګړه کونکي وسله کښېږدي .

د خارجه وزارت د بيان تر مخه د پاشينيان سره په خبرو کې بلېنکن ويلي امريکا په مکمله توګه د ارمينيا د خپلواکۍ، ازادۍ او د خاورې دتماميت ملاتړ کوي.

ازربايجان وايي عمليات يې په سيمه کې د ماين چاودنې د پېښې په غبرګون کې پيل کړل چې پکې څلور ازري پوځيان او دوه عام وکړيووژل شول.

د نګورنو قراباخ سيمه ټول په ټوله د ازربايجان دننه ده خو اکثريت ابادي يې په قوم ارمينيايي وګړي دي. د کال 1994 راهسې دا سیمه د ارمينيانو په ولقه کې ده. د سيمې لږه برخه ازربايجان د کال 2020 د جګړې وروستو نيولې او روسي امن ساتونکي ځواکونه په کې ځای په ځای کړل شول.

یادونه: د خبر ځينې معلومات د ای پي، ای اېف پي او رويټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG