لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمینیا او ازربایجان ځواکونه په دویمه ورځ هم جنګیدلي


امریکې هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ د په نګورنو کاراباخ کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه. د امریکې دخارجه وزارت ترجمانې مورګن اورټېګس په یو بیان کې وویل امریکا په سختو ټکو کې د تشدد د زیاتوالي غندنه کوي. سټېټ ډپارټمنټ هم لکه د ملګرو ملتونو د مشر په څېر د سولې د خبرو غوښتنه وکړه

د جنګ د ختموولو دپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو باوجود د ازربایجان او ارمینیا ځواکونو ترمنځ د نګورنو کاراباخ سیمې په سر د ګل، دوشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ هم نښتې وشوې.

د اتوار، یکشنبې، د ورځ نه شروع شوي جګړه کې په نګورنو کاراباخ سیمه کې د ۳۰ عسکرو د وژل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي دي. نګورنو کاراباخ وايي ازربایجان د اتوار، یکشنبې، په ورځ هوايي بمباري او د توپخانې استعمال شروع کړو.

د ارمینیا د دفاع وزارت وویل د ازربایجان ځواکونو په تتر نومې کلي بمباري کړې ده.

د ملګرو ملتونو مشر اېڼتونیو ګوټېرېس په جنګ او ملکي کسانو ته په زیان تشویش څرګند کړی دی. دا خبره د ښاغلي ګوټېرېس ترجمانې په یو بیان کې وکړه.

د ملګروملتونو مشر په دواړو خواو د جنګ بندۍ او تاوتریخوالی د خبرو دلارې د کموولو غږ وکړو.

امریکې هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ د په نګورنو کاراباخ کې د ډزبندۍ غوښتنه وکړه. د امریکې دخارجه وزارت ترجمانې مورګن اورټېګس په یو بیان کې وویل امریکا په سختو ټکو کې د تشدد د زیاتوالي غندنه کوي. سټېټ ډپارټمنټ هم لکه د ملګرو ملتونو د مشر په څېر د سولې د خبرو غوښتنه وکړه.

ارمینیا او ازربایجان د اتوار، یکشنبې، په ورځ په نګورنو کارارباخ کې مارشل پرځای کړه او ځواکونه یې متحرک کړل.

نګورنو کاراباخ په ازربایجان کې د ارمینیايي قام د اکثریت سیمه ده خود ۱۹۹۰ په لسیزه کې ارمینیانيي بېلتون خوښو دغه علاقه په جنګ کې ونیوله. په ۱۹۹۴ کې په سیمه کې د نړیوالو کوښښونو په نتیجه کې ډز بندي پرځای کړی شوي ده.

ارمینیا په ازربایجان الزام لګولی چې ملکي کسان په هدف کوي.

د ازربایجان د دفاع وزارت ویلي د ارمینیا سره په پوله یې ځواکونو ملکي خلکو د تحفظ او د ارمینیا د جنګ فعالیت خلاف عملیات شروع کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

څیړونکي وایي پاکستان کې لوي طبقاتي تقسیم روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG