لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوليو په زياتېدو د وزیراعظم عمران خان د پوليو لپاره صلاح کار استعفی ورکړه


د پوليو په اړه د وزيراعظم صلاح کار بابر بن عطا د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې، په نوموړي نيوکې کېږي چې د ده په مشرۍ کې په پاکستان کې سږ کال د پوليوکېسونه د 70 نه زيات شوي دي

د بابر بن عطا د استعفی خبرونو په سوشل مېډيا تاؤده باثونه پارولي دي، ځينې خلکو د نوموړي د کار ستاېنه کړې خو ډېرو پرې نيوکې هم کړي دي.
وتلي خبريال طلعت حسېن پخپل ټوېټر ليکلي،

" د يوې بېکاره سخا اګۍ د لرکولو نه داسې ښکاري چې د عمران خان حکومت پخپله دا اومنله چې د دوي د څارلاندې د پوليو وبا خورېدله او دوي پرې سترګې پټې کړې وې. د يادولو وړ ده چې وزیراعظم عمران خان پخپله د صحت وزير هم دی، بابربن عطا د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړه".

خو بابر بن عطا ويلي ، د پلار د ناروغۍ لکبله د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکوي، نوموړي پخپل ټوټرليکلي،

" تر يو کال پورې د وزيراعظم د پوليو فوکل پرسن په هېڅ د خدماتو ترسره کولو وروسته مې د کورني مصروفياتو په اساس استعفی ورکړي"

وي او ای ډيوه په ټېليفون د بابر بن عطا نه د هغوي د استعفی دريز معلومولو هڅې اوکړې خو بريالۍ نه شوه.

نوموړی په دغه مهمه څوکۍ تېر کال ټآکل شوې و،چې په ضد يې پخوانۍ صلاح کارې عاېشه رضا فاروق سختې نيوکې کړې وې او ويلي يې وو چې بابر بن عطا د يونيسېف يو معمولي بابو دی، دی به څنګه دغه مهمه کار مخ په وړاندې بوځي.

د پاکستان د قومې صحت مرکزي وزير عامر محمود کياني هم د مارچ په مياشت کې وزیراعظم عمران خان ته د بابر بن عطا د لر کولو رسمي خواست کړې وو او ويلي يې وو د پوليو په څېر يوه نازکه مسله سنبالول د بابر بن عطا د وس خبره نه ده. نومړي ويلي وو د پوليو ا کثره چارواکي د بابر بن عطا سره د هغه د پاليسيو په سر په کار کولو کې خوشحاله نه دي او دا چې د صحت نړيواله اداره ډبليو اېچ او هم د بابر بن عطا نه مطمينه نه ده او نيوکې کوي چې دې د پوليو مسلې له بې ځايه هوا ورکوي.

په پاکستان کې دپوليو د رنځ د زياتېدو په غبرګون کې د اګست په مياشت کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو دی به د نومبر د مياشتې نه پخپله د پوليو د پروګرام څارنه کوي.

د پوليو لپاره د وزيراعظم صلاح کار بابر بن عطا په داسې حال د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې چې تېره مياشت د صحت د نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) سره تړاؤ لرونکې د روغتيا نړیوالو قوانينو کمېټۍ سپارښتنه کړې چې د پاکستان نه د پوليو وايرس نورو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان او ايران ته انتقاليږي ځکه په پاکستان د سفري بندېزونو د مودې د نورو درېو میاشتو پورې غځولو وړانديز شوی دی.

کمېټۍ د پوليو په اړوند د خېبرپښتونخوا صوبې حالات زیات اندېښمن ياد کړي او ويلي يې دي په دغه صوبه کې د مياندو پلارانو خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکول غټه ضربه ده.

د پوليو لپاره د پاکستان د وزيراعظم په صلاح کار بابر بن عطا تورونه دي چې خپلو بچو ته د پوليو د څاڅکو نه انکاري مور پلار ته چې د پاکستان حکومت کومې سزا ګانې تجوېز کړې وې، ده به په هغې عمل نه کوو ځکه د ده په مشرۍ کې د پوليو نه د انکاري مياندو پلارانو شمېره هم زياته شوې اود وېکسېنو نه خوړلو لکبله د پوليو رنځ په تېزۍ سره خورېده.

خو بابربن عطا به په ټوېټر ډېر فعاله وو او د پوليو سره تړلي ټولې مهمې خبرې به يې په ټوېټر خورولې.



نوموړی وخت په وخت په ټوېټر ښکاري چې انکاري مياندو پلارانو ته خواستونه کوي چې خپل ماشومان د عمري معذورۍ نه د بچکولو په خاطر دي هغوي ته د پوليو څاڅکي ضرور ورکړي.

په پېښور کې د اپرېل په مياشت کې د پوليو په ضد يوې ډنډورې هم دغې مهم ته لوي زيان رسولې، د پوليو په ضد دغه افواګانې د پېښور په يوشمېر سکولونو کې خورې شوې وې چې ګنې د پوليو د څآڅکو لکبله يو شمېر ماشومان بې هوشه شوي دي،

حکومت د دغې افواګانو خورونکو په ضد سخت ګامونه پورته کړي او په دغه ډنډوره کې ککړ سکولونه يې بند کړي.

په پاکستان کې د پوليو په ضد افواګانو ته پخپل غبرګون کې اسلامي نظرياتي کونسل د يو شمېر فتو تصديق کړی. تېره هفته د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله آياز ډيوه ته ويلي وو د پوليو په حق کې يې د 100 نه زياتو فتوو تصديق کړی.

پوليو ناروغي په ټوله دنيا کې يواځې په پاکستان او افغانستان کې پاتې ده، ډاکټران وايې د دغې ناروغۍ واېرس زياتره د پښتنو په سيموکې خواره دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG