لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: بمي چاودنه کې یو تن وژل شوی، بل ژوبل


File Photo
File Photo

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې بمي چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ بل ژوبل شوی دی.

د پولیسو سیمه ییز مشر یا ډي ایس پي ښاغلي نعمت خان بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې دا چاودنه د اتوار- یکشنبې په ورځ د سلارزو تحصیل په دره بازار کې شوې ده.

د پولیسو دغه مشر چاودنه کې د یو تن د وژل کېدو اؤ د بل د ژوبلېدو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې له چاودنې وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

په چاودنه کې د وژل شوي اؤ ژوبل تن پېژندګلو مخې ته نه ده راغلې خو پولیس وایي چې په پېښه کې د وژل شوي تن جسد اؤ ژوبل تن د خار هسپتال ته رسول شوي دي.

په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې.

په دې وروستیو کې په باجوړ اؤ نورو قبایلي ضلعو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابېدو په لوري روانه شوې ده اؤ د پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې نه یوازې په امنیتي ځواکونو پرله پسې مرګوني بریدونه کیږي بلکې په هدفي وژنو کې په سوؤنو خلک وژل شوي دي.

په باجوړ کې ددې بمي چاودنې نه وړاندې پوځ په ۱۹م اګست دعوه کړې وه چې افغانستان څخه باجوړ ته د اوړېدو په هڅه کې یې پینځه وسله وال وژلي اؤ څلور یې نور ژوبل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې په ۱۸م اګست هم په باجوړ کې نامعلومو وسله والو د ټرېفک پوليس اهلکار باندې ډزې کړې وې چې وړومبی پکې هغه ژوبل شوی ؤ خو بیا یې وروسته په هسپتال کې ساه ورکړې وه.

هم په دغه ورځ په باجوړ کې بله پېښه د تبليغي مرکز مخې ته شوې وه، د شېر زمين په نوم تن چې د تبليغي جماعت يو ځایي مشر او کاروباري ؤ، د نامعلومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی خو وروسته د هغه د وژنې ذمه واري داعش پغاړه اخستې وه.

په ۱۳م اګست هم د باجوړ کې د برنګ تحصیل په اصیل ترغاؤ نومې سیمه کې بمي چاودنه شوې وه چې د ملک یار خان په نوم پکې یو قبایلي ملک وژل شوي اؤ د روزي خان په نوم بل ملک سخت ژوبل شوی ؤ.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG