لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: له ډېره بګټي وروسته د پوليو دویم مثبت کېس په چمن کې رپوټ شوی


په بلوچستان کې له درو کلونو وروسته نن د جمعې په ورځ د روان کال دویم مثبت کېس په سرحدي سيمه چمن کې رپوټ شوی. تر دې يوه ورځ وړاندې د صوبې په بلوڅ مېشته ډېره بګټي سيمه کې يو ماشوم په فلج کوونکې ناروغۍ پوليو اخته شوی وو.

د چمن روغتيايي چارواکي وايي، چې په يو څلورکلن ماشوم کې د پوليو وايرس موندل شوی دی.

په بلوچستان کې له 2021م کال راهيسې د پوليومثبت کېس نه وو رپوټ شوی، خو وروستی کېس هم چمن ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې رپوټ شوی وو.

د بلوچستان روغتيايي چارواکي وايي، د ډېره بګټي پوليو شوی ماشوم د سويي سيمې اوسېدونکی دی او ورته اووه ځله د پوليوضد څاڅکي ورکول شوي دي.

دا په ډېره بګټي کې له ديارلس کلونو وروسته د پوليو مثبت کېس دی چې رپوټ شوی دی.

په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان مرکزي ليبارټرۍ اين ای ايچ په رپوټونو کې ويل شوي، چې په دوه نيم کلن او څلورکلن ماشومانو کې د وايلډ پوليو ون وايرس موندل شوی دی.

د اغېزمن ماشوم نمونې يا سيمپل تېره مياشت اين ای ايچ ته لېږل شوې وې، چې پکې د پوليو وايرس موندل شوی دی.

د پاکستان د روغتيا مرکزي سيکرټري افتخارعلي شلواني وايي، پوليو وايرس د يو بل پاکستاني ماشوم اندامونه له کاره اچولي، په خبره يې تر څو چې د پوليو وايرس په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوی، ماشومان به همداسې له خطر سره مخامخ وي.

په بلوچستان کې د رواني مارچ مياشتې پر دريمه نېټه د پوليو ضد کمپېن ترسره شوی، چې پکې شاوخوا 2.65 میلینه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شول.

خو د پوليو اوسنيو مثبت کېسونو ته په پام سره حکومت پرېکړه کړې، چې د کېس ريسپانس په نامه به په اغېزمنوسيموکې ځانګړی کيمپېن روانه مارچ مياشت ترسره شي، ترڅو د وايرس نورو سيمو ته د لېږد مخه ونيول شي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG