لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د روغتیا چارواکي وایي د وېکسین په اړه د خلکو منفي ذهنیت ډېر بدل شوی دی


د بلوچستان د روغتيا چارواکي وايي، د پوليو او نور عام ويکسين په لاره کې د خلکو په ذهنونو کې جوړ شوي منفي تبليغات لوی خنډ دي، خو وایي د وېکسين د ارزښت په اړه د مالوماتو پر زياتولو ډېر کار شوی.

چارواکي وایي د دیني عالمانو، ډاکټرانو او رضاکارو ډلو د همکارۍ او مرستې له کبله اوس د پاکستان په دې وروسته پاته صوبه کې د پخوا په پرتله د انکاري يا رفيوزل خلکو شمېر تغير کړی او شمېر يې راټيټ شوی دی.

مېرمن ساجده شاه له تېرو لس کلونو راهيسې په کوټه کې د سوشل موبلايزر په توګه کار کوي، او ميندو ته د روټين وېکسين په ځانګړې توګه د پوليو قطرو په اړه مالومات ورکوي. هغه وايي، د خلکو په ذهنونو کې د وېکسين په اړه منفي تبليغات د وېکسين په کار کې ستونځې جوړوي.

د بلوچستان په مرکز کې روغتيايي کارکوونکې ساجده وي او اې ډيوه ته وايي، د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو ايچ او، د ماشومانو لپاره د روغتيا د نړيوالي ادارې يونيسيف او د بلوچستان د صحت محکمې له لوري د منفي پروپېګنډو پر مخنیوي ډېر کار شوی، چې دا د ويکسين د کمپېین په ګټه تمام شوی دی:

"موږ د روغتيايي مرکزونو ترڅنګ په فيلډ کې هم کارکوو او د ميندو لپاره غونډې جوړوو. په سیمو کې ځينې خلک د منفي پروپيګنډو ښکار شوي وي او له ويکسين انکاري وي، موږ هغو ته د پوليو او روټين ويکسين په اړه مالومات ورکوو".

ساجده وایي د خلکو له ذهن سازۍ وروسته هغوی بيا د خپلو ماشومانو وېکسين کوي. د دې په وینا "موږ ورته وايو چې د پوليو ضد قطرې ماشومان د ټول عمر له معذورۍ خوندي ساتي".

په بلوچستان کې له تېرو دېرش کلونو راهيسې د روغتيا د ويکسين په برخه په اي پي ای کې کارکوونکی شېرزمان مندوخېل بيا دا مني چې منفي پروپېګنډو د ويکسين پر کار منفي اغېز کړی، خو وايي اوس تر پخوا له وېکسينه انکاري خلکو شمېر کم شوی چې وایي دا د سيمينارونو او غونډه نتيجه ده.

شېرزمان مندوخېل وي او اې ډیوه ته وویل، د پخوا په پرتله د ويکسين په کوريج کې هم اوس ډېر فرق راغلی دی:

"کومو خلکو چې دوه درې کاله مخکې ماشومان نه ويکسين کول هغه که په ښاري او يا هم په کليوالو سيمو کې وي، دلته راځي او خپل ماشومان ويکسين کوي. خلک اوس د ويکسين په ګټه پوه شوي دي، په سلو کې يونيم داسي اوس هم شته چې انکاري وي، خو نور اوس اماده شوي دي".

په بلوچستان کې د قبايلي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنې د فعالانو ګډه کميټۍ جوړ شوې چې په ټولنه کې خلکو ته د ويکسين په اړه مالومات ورکوي. د ايالت روغتيايي چارواکي ادعا کوي، چې په بلوچستان کې د انکاري خلکو شمېر ورځ تربلې مخ پر کمېدو دی.

د پاکستان پښتونخوا او بلوچستان اوس هم هغه صوبې دي چې لا پکې د پولیس وایرس په بشپړه ډول نه دی ختم شوی خو د پولیو په ضد کمپېنونه هم د وسلوالو بریدونو له خطره خوندي نه دي. په تېره جنورۍ میاشت کې هم په کوټه ښار کې د پولیو ټیم پر ساتونکو پولیسو برید شوی وو.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG