لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان روغتیا چارواکی: په چاپيريال کې موندل شوی پولیو وايرس له کندهار او کراچۍ راوړل شوی


د بلوچستان د روغتيا د بېړنيو عملياتو دفتر ډي اي او سي وايي، په صوبه کې په چاپيريال کې د موندل شوي وايرس تړاو له کندهار او کراچۍ سره دی ځکه چې وایي په ژمي کې خلک پر دغو لویو لارو سفر کوي.

د پوليو وايرس د مخنيوي لپاره پر لويو لارو سلګونه د ويکسين ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي دي.

د ډي اي او سي يو چارواکی ډاکټر جان عنايت الله وايي، په بلوچستان کې په چاپيريال کې موندل شوی پوليو وايرس له نورو سيمو دلته راوړل شوی. په خبره يې په بلوچستان کې په چاپيريال کې د وايرس رپوټ کېدل د وايرس د موجودیت دليل او د اندېښنې وړ خبره ده:

"په بلوچستان کې په ډېره بګټي او چمن سيمو کې د موندل شوي پوليو وايرس تړاو له کندهار او کراچۍ سره دی. د دې لامل دا دی چې په يخ موسم کې خلک کراچۍ ته ځي او ياهم د علاج لپاره کراچۍ ته سفر کوي، هغه له ځان سره وايرس راوړي".

خو د بلوچستان په مرکز کوټه کې وتلی خبريال سليم شاهد بيا وايي، که څه هم په بلوچستان کې په چاپيريال کې اوس هم د پوليو وايرس شته، خو په صوبه کې د پوليو د مثبت کېسونو شمېر چې په رسنيو کې رپوټ کېږي، تر پخوا کم شوی دی:

"په دې وروستيو کې چې کوم وايرس په چاپيريال کې موندل شوی، چې تړاو يې له ګاونډي افغانستان او کراچۍ سره دی، د دې وجه د موسمي خلکو تګ راتګ دی. حکومت بايد بلوچستان ته له کراچۍ او افغانستانه د راتلونکو ماشومانو وېکسين يقيني کړي، چې د وايرس مخه ونيول شي".

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، د وايرس د مخنيوي لپاره په بلوچستان کې د کوټې کراچۍ د لويې لارې په شمول پر ټولو لويو لارو د ويکسين ټرانزټ مرکزونه جوړ شوي دي.

په کوټه کې په لوېديځ بايي پاس جبل نور سيمه کې هم ټرانزټ مرکز جوړ شوی دی. شفيق الزمان پوليو ويکسينېټر دی، چې دلته د ويکسين کار کوي. وايي له دې ځايه هره ورځ زرګونه کسان د کوټې، کراچۍ او نورو سيمو ترمنځ سفر کوي:

"دلته د ټول پاکستان ټرانسپورټ راځي. کراچۍ، پېښور، اسلام اباد، لاهور او د بلوچستان له نورو ښارونو ماشومان په بسونو کې دلته ځي راځي. موږ ډېر کوښښ کوو، چې له کراچۍ او نورو سيمو راتلونکي ماشومانو ته پوليو ضد قطرې ورکړو. ځکه چې پوليو يوه خطرناکه وايرس دی او دا له يوې سيمې بلې ته لېږدول کېږي".

په پاکستان کې په روان 2024م کال کې د پوليو يو مثبت کېس هم نه دی رپوټ شوی خو تېرکال شپږ مثبت کېسونه رپوټ شوي وو.

په بلوچستان کې که څه هم سږ کال کوم مثبت کېس نه دی رپوټ شوی خو په تېرو مياشتو کې له چاپيرياله په اخيستل شوو ماحولياتي نمونو کې د پوليو وايرس موندل شوی دی.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG