هغه واړه بالټېک هېوادونه چې پوځي توان یې ګاونډي روس کمزوری کړی دی په اوکرین د روس د یرغل نه پس غواړي چې نېټو په سیمه کې مستقيم او پراخ شتون ولري.
ايسټونيا، ليټويا او لېتوينيا چې ټول په ټوله ابادي يې نزدې شپږ ميلين خلک دي د نېټو د اتحاديانو په غير محفوظ هېوادونو کې حسابيږي.
ياد هېوادونه په کال 2014 کې د نېټو ملګري شول خو د نور يورپ سره په يوه تنګه دره يو ځای کيږي چې د روس د غټې پوځي سيمې کالېنن ګراډ او د روس د ملګري هېواد بېلا روس په منځ کې تېريږي.
دا بالټېک رياستونه چې د زوړ شوروي اتحاد برخه وه انديښمن دي ځکه چې ماسکو بيا په شرقي يورپ کې خپل اثر رسوخ سېوا کول غواړي خو بلخوا د غربي يورپ د اتحاد نيټو په اوکرين د روس د يرغل وروستو دغلته ځان مظبوطولو څه نه څه ډاډمن کړي هم دي.
د کال 2014 پورې د نيټو اتحاد په شرقي برخو کې پوځي شتون نه و خو د روس د کريميا د ځان سره شاميلولو وروستو يې پرېکړه وکړه چې د ګډو هېوادونو څلور داسې پوځي ډلې جوړې کړي چې وار په وار په بالټېک هېوادونو او پولينډ کې موجود وي.
سږ کال نيټو د خپلو ځواکونو کچه په اوکرين د روس د يرغل وروستو نوره زياته کړې او په بالټېک هېوادونو کې يې دا وخت 7,700 پوځيان ګمارلي چې د تېر نه يو په دوه سېوا شوي.
د بالټېک هېوادونو مشران خبرداری ورکوي چې دغلته د نيټو په ځواکونو کې زياتوالی راوستل نه ښکاري چې د يرغل په حالت کې د روس هومره غټ پوځي ځواک ته ماتې ورکړي.
د ليټويا د دفاع وزير ارټېس پيبرېکس وي او ای ته په يوه مرکه کې وويل “که مونږ غواړو چې د حملې وړومبنۍ لمحو ته تيار ووسو چې د خپلو خلکو دفاع وکړو او که غواړو د ليټويا اوسېدونکو ته هغه حق ورکړو چې د فرانس، برتانيه، سپين او جرمني خلک يې لري نو بيا يو مستقيم او نور توانمن ځواک ته اړتيا ده”.
ارټېس پيبرېکس وي او ای ته ويلي که چرې روس نه غواړي چې نيټو دې فراخه شي نو ماسکو له پکار دي چې خپل واړه ګاونډيان نه ګواښي.
بالټېک مشران د مودې نه غواړي امريکايي ځواک دې دغلته مستقل موجود وي چې د روس د ممکنه يرغل مخه پرې ونيسي. دا وخت امريکايي ځواکونه په بالټېک هېوادونو کې د نيټو د پوځي ډلو برخه ده چې جرمني، برتانيه او کنېډا يې مشري کوي.
د مارچ په اوله کې د بالټېک د دورې په وخت د امريکا د خارجه چارو وزير انټوني بلېنکن ويلي وو د نيټو د نورو مستقيم ځواکونو د ګمارلو څېړنې روانې دي خو په دې اړه يې نور تفصيل ور نه کړو.
امريکا نه غواړي چې د روس په دروازه مستقيم ځواک وساتي ځکه انديښنه لري داسې پرېکړه به د روس سره تعلفات نور هم کړکېچن کړي.
اکثر بالټېک مشران هيله لري د نيټو مستقيم شتون به دې اوونۍ په برسلز کې د اتحاد په غونډه کې د بحث برخه وي چې د ولسمشر بايډن سره سره ورته نور يورپي مشران هم راځي.
د ليټويا د خارجه چارو د وزير ايډګرز رېنکېوېکس نه چې د بايډن د دورې په اړه وي او ای وپوښتل نو هغه وايي “هم دا وخت دی چې نيټو په بالټېک رياستونو، پولينډ او رومانيا څه ته چې مونږ شرقي پيسکه وايو کې د مستقيم ځواک ساتلو په حقله روڼ اندې وي”.
د ايسټونيا د خارجه چارو وزيرې ايوا ماريا ليمېټس وي او ای ته وويل هيله لري د جون په غونډه کې چې په سپین کې کيږي به مستقيمې پرېکړې وشي چې په سيمه کې د دفاع مظبوطولو او مقابلې توان څنګه قوي کړل شي.
هغه نه ګڼي دا وخت ورته کومه نېغ په نېغه پوځي خطره شته خو وايي د يورپ د امنيت وضع بدل شوې ده او پکار ده د نيټو د دفاع چارې نورې قوي شي چې نور محفوظ شو.
د لندن ايس او ای ايس پوهنتون د سفاتکارۍ د څانګې پروفيسر ډين پلېش د بالټېک هېوادونو غوښتنې ته په ځواب کې وي او ای ته وايي “څه چې روان دي بس هم دومره ده چې دا به بالټېک رياستونه مطمين کړي؟
هغه وايي که چرې حمله پرې وشي نو د بالټېک هېوادونه د مخکې نه د نيټو په تحفظ کې دي او نيټو د هوايي ځواک په کارولو کې لاس بری دی.
او زياتوي په دې وخت د روس پوځي ځواک د اوکرين په يرغل کې نور هم کمزوری ښکاري چې ډېر زيان يې وموندلو.