لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 بلوڅ ګوندونه وايي د رېکو ډېک په اړه بهرني کمپنو سره د حکومت تړون ردوي


بلوڅ کوندونو ویلي په بلوچستان کې د سرو زرو او مېسو د درنګونو په اړه د بهرنیو کمپنو سره د وفاقي حکومت معاهده د منلو وړ نه ده.

د بلوڅ ملت پاله “نیشنل ګوند” مرکزي سیکر یټري جنرل جان محمد بلوڅ وايي دا تړ‎ون د بلوڅو د وسایلو د لوټلو او قبضې په معنا دی دا د قبلولو نه دی.

د بي این پي مینګل د مرکزي کمېټی پخوانی غړ‎ی او د کوټې ضلعې مشر غلام نبي مري وایي په دې پروژہ کې حکومت د دوی په تجویز ونو عمل ندی کړ‎ی وایي “ھرہ ھغه پروژہ چې د بلوچستان د اولس او د قامپاله ګوندونو له رضا پرته وي راته منظورہ ندہ”.

پاکستان او د کانونو دوه نړيوالو کمپنيانو د اوږدوې مودې شخړه هواره کړې او چارواکو ويلي د سويلي اسيا په ملک (پاکستان) کې به د نړۍ د سرو زرو او تانبې/ کاپر د غټو زېرمو په جوړولو بيا کار پېلوي.

د کېنېډا بېرک ګولډ کارپورېشن او د چيلي انټو فېګسټا په کال 2011 کې د پاکستان په بې وزله صوبه بلوچستان کې هغه وخت د ريکوډک په کان کار ځنډولی وو چې کله پاکستان دوی ته د دغه پروژې د تیارولو د لايسنس ورکولو نه انکار کړی وو او بيا په دغه اړوند يوه اوږده قانوني جګړه شوې وه.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر د اتوار/ يکشنبې په ورځ (20 مارچ) ويلي، چط د بېرک کمپنۍ سره د معاهدې يا تړون لاندې به د نړيوال بېنک ثالثي عدالت د پاکستان ضد نزدې د 11 اربه ډالرو جرمانه معاف کوي.

په اسلام اباد کې د تړون لاس ليک کېدو وروسته په جاري شوي بيان کې ويل شوي، بېرېک کمپني په په بلوچستان کې نزدې 10 اربه ډالره پانګونې کوي او د 8000 څخه زيات کسان به پکې په روزګار کيږي.

ويل شوي نزدې د يو ارب ډالرو پانګونې به د سړکونو، سکولونو، او د کانونو دپاره د تکنيکي تربيې په ادارو جوړولو مصرف کولی شي.

د وزيراعظم دفتر ويلي، په نوې پروژه کې به نيم ملکيت د بېرک ګولډ کمپنۍ سره او پاتې نيمه برخه به د پاکستان د مرکزي حکومت او بلوچستان حکومت په برابر تقسيم سره وي.

د معاهدې وروسته د توانايۍ مرکزي وزیر حماد اظهر خبري غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې د لس اربه ډالرو پانګونه تر ټولو غټه تاريخي پانګونه ده.

وزيراعظم عمران خان په ټويټر ویلي، د ريکوډک پروژه به په ممکنه توګه د نړۍ د سرو زرو او تانبې تر ټولو لوی کان وي. دا به پاکستان د قرضونو نه خلاص کړي او د خوشالۍ نوې لارې په پرانيزي.

او بېرک ويلي، دغه تړون به کمپنۍ ته د کان کيندنۍ اجاره يا ليز، د لايسنس جواز او سطحي حقونه ورکړي، او دغه پروژه به د نړۍ د غټ غېر پرمختللي سرو زرو او تانبې د زېرمو کوربه توب وکړي.

د کېنېډا د کمپنۍ مشر مارک برسټو وويل دا به يواځې دې صوبې ته بلکې منطقې او پاکستان په راتلونکې لسيزې کې لويې ګټې ورکړي او رېکوډِک به په راروانو پينځه شپږو کالو کې د استعمال وړ وي.

انتوفېګسټا وويل دوي موافق شوي چې له دې جدا شي ځکه چې اوس دا منصوبه د کاپر او خام مال جوړولو ته توجه ورکوي.

بېرک او انتوفېګسټا په شريکه شاوخوا يوه لسيزه وړاندې په بلوچستان کې رېکوډِک معدنيات موندلي وو او دوي ويلي چې په دې يې 220مليونه ډالر لګولي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د قدرتي وسايلو نه ډکه هغه صوبه ده چې د ايران او افغانستان سره يې پولې لګېدلې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG