لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه بلوڅانو دپاره لاريون د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان شو


ماما قدير او هغه سره په لاريون کې گډون والو د کوئټې نه کراچۍ ته په رارسېدو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولې وه
ماما قدير او هغه سره په لاريون کې گډون والو د کوئټې نه کراچۍ ته په رارسېدو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولې وه

د بې درکه بلوڅانو د خلاصون دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم وائس فار بلوچ مسنگ پرسنز د مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ په مشرۍ کې پېدل لاريون د کراچۍ نه پايه تحت اسلام اباد ته نن د جمعې په ورځ روان شو .


د بې درکه بلوڅانو د خلاصون دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم وائس فار بلوچ مسنگ پرسنز د مرستيال مشر ماما قدير بلوڅ په مشرۍ کې پېدل لاريون د کراچۍ نه پايه تحت اسلام اباد ته نن د جمعې په ورځ روان شو . دغه لاريون کوؤنکې د اکتوبر د مياشتې په ۲۷م نېټه د کوئټې نه کراچۍ ته په خپلو پښو راروان شوي وو ، او په ۲۷ ورځو کې کراچۍ ته رارسېدلي وو .
د کراچۍ پرېس کلب د مخې نه چې د ۷۰ کلن ماما قدير بلوڅ په مشرۍ کې د بې درکه بلوڅانو د خلاصون دپاره لاريون اسلام اباد ته روان شو نو د لاريون گډون والو نارينوؤ او زنانوؤ نعرې وهلې ، په لاسونو کې يې بېنرې او د بې درکه کسانو عکسونه پورته کړي وو .
" لاپته بلوچ اسيران کو ، بازياب کرو" . "قدم بړاؤ ماما قدير ، هم تمهارے ساتهـ هے ".
د کراچۍ نه اسلام اباد ته د لاريون کولو په اړه ماما قدير بلوڅ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيل ، د کوئټې نه کراچۍ ته په خپلو پښو راغلو ، وس راسره د بې درکه کسانو هغه ټول خپلوان ملگري دي کوم چې د کوئټې نه کراچۍ ته راغلي وو .
" د دې ځائې څخه اسلام اباد ته پېدل ځو لکه د کوئټې نه چې کراچۍ ته پېدل راغلي وو ، دلته راسره نور لواحقين د دې ځائې نه ، او د مکران او توربت نه هم کسان راغلي دي ، که ډېريږو نا نو ۴۰ کسان راسره شته " .
هغه وويل د کوئټې نه کراچۍ ته راغلو خو کوم حکومتي چارواکي مو پوښتنه ونه کړه . وس يې اسلام اباد کې د کور مخې ته ځو، او گردې نړۍ ته خپل احتجاج کوؤ .
" اسلام اباد ته ځکه ځو چې هغوي دلته ړانده دي کاڼه دي او نه اوري . نو مونږ ځو هلته د دوي د کور مخې ته کښېنو چې گوره مونږ ستاسو د کور مخې ته هم راغلو " .
ماما قدير زياته کړه د کوئټې نه تر کراچۍ پورې ۷۵۰ کلوميټره لار مو په ۲۷ ورځو کې وهلې وه . د اسلام اباد لار۱۵۰۰ کلوميټره اوږده ده . نو دا به په دوه مياشتو کې سر ته ورسوؤ . د ورځې به سفر کوؤ او شپه به په ځايې تېروؤ .
ماما قدير او هغه سره په لاريون کې گډون والو د کوئټې نه کراچۍ ته په رارسېدو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولې وه .
ماما قدير وايې چې په وړومبي لاريون کې مو په لار ژوبل شوې پښې تراوسه نه دي ښه شوي ، خو مونږ دغه زخمونه د هغو خلکو دپاره زغمو کوم چې په سخته کې بې درکه دي .
ماما قدير وويل د وړومبې لاريون وروستو مونږ سره ملگرو ملتونو تماس نيولی وو ، خو دغه لاريون د دې دپاره کوؤ چې ملگري ملتونه او د بشري حقونو نړيواله نور تنظيمونه په پاکستان زور واچوي . چې د بې درکه بلوڅانو مسله هواره کړي . اوپاکستان د انساني حقونو خلاف ورزي نوره نه کوي .
هغه وويل مونږ ته د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وئيلي چې د بې درکه بلوڅانو په مسله بې وسه دی .

" حاصل بزنجو په خپله دلته راغلو او مونږ ته يې خپله خبره صفا اوکړه چې مونږ سره اقتدار شته او اختيار نشته . مونږ دا کار نه شو کولی او مونږ بې وسه يو چې ورک خلک راولو ".
ماما قدير زياته کړه د کوئټې نه د لاريون په وخت راته ځينې کسانو د لاريون نه کولو وئيلي وو . او وس راته هم څه کسانو دغه رنگ وئيلي دي چې مونږ درله بې درکه کسان راخلاصوؤ . خو مونږ ورته جواب کړی دی چې ترڅو تري تم شوي خلک زمونږ مخې ته نه وي راوستل شوي ، مونږ به خپلې مبارزې ته دوام ورکوؤ .
ماما قدير بلوڅ ادعا کوي چې د بلوچستان د مخلتفو سيمونه ۱۸۰۰۰ زره کسان بې درکه دي . او هغه تور پورې کوي چې دغه خلک د پاکستان استخباراتي ادارو اوچت کړي دي .
خو د پاکستان استخباراتي ادارې د دغو تورونو رد کوي .
د کراچۍ پرېس کلب د مخې نه د بې درکه بلوڅانو د لاريون روانېدو په مهال د پاکستان ځائې ميډيا ډېره نه ترسترگو کېده .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG