لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوڅ زده کوونکو په لادرکیو نګران وزیراعظم اؤ وزیران عدالت ته بلل شوي خو وزیراعظم کاکړ وایي عدالت ته وړاندې کیدل به یې ممکن نه وي


اسلام اباد هایکورټ د 50 نه د زیاتو لادرکه بلوڅ زده کوونکو په نه راخوشې کېدو دملک نګران وزیراعظم ، د کورنیو اؤ بهرنیو چارو وزیران اؤ سیکرټریان اؤ د بشري حقونو وزیر په 29م نومبر عدالت ته رابللي دي.

هایکورټ ویلي دي چې د بې درکه بلوڅ طالبعلمان په اړه د جوړ کمیشن رپورټ ښیي چې دا بلوڅ زده کوونکي امنیتي ادارو له تعلیمي څخه پورته کړي دي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د هایکورټ پر دغه فیصله خپل غبرګون کې ویلي، په 29م نومبر به هغه په ملک کې نه وي نو ځکه عدالت ته یې وړاندې کیدل ممکن نه دي خو هغه بیا ویلي چې تندلاري بلوڅ مزدوران اؤ استاذان وژني،عدالت باید هغوي هم را وغواړي.

دبیلابیلو پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د اسلام اباد هایکورټ جج محسن اختر کیاني د بلوڅ زده کوونکو د جبري لادرکیو په اړه د جوړ کمیشن په وړاندیزونو د عملدر امد د قضیې د تېرې اورېدنې لیکلې حکمنامه جاري کړې ده چې پکې ویل شوي ، دکمیشن د رپورټ له مخې د پوهنتونونو اؤ کالجونو زده کوونکي قانون نافذونکو ادارو پورته کړي دي.

دې تحریري حکمنامه کې ویل شوي چې د بیلابیلو پوهنتونونو د69 بلوڅ زده کوونکو نسلي پروفایلنګ شوی،ځورول شوي اؤ په جبر لادرکه کړل شوي دي ، په دغو زده کوونکو کې ځینې خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي خو 50 زده کوونکي تر اوسه لادرکه دي.

حکمنامه کې ویل شوي چې ایډیشنل اټارني جنرل منلې ده چې د ریاستي ادارو له لوري په جبر لادرکه کړل شوي بلوڅ زده کوونکي اوس هم ورک دي خو د بلوچستان سره تعلق لرونکي وزیراعظم اؤ د کورنیو چارو وزیر په دې ستونزه هیڅ سودمن ګام نه دی اخستی.

د لا درکه بلوڅانو د حقونو تنظیم وايس فار مسنګ بلوچ پرسنز مشر قدير بلوچ وي او ای ډیوه ته ویلي د بلوچ طالب علمانو په اړه کمېشن اسلام اباد هایکورټ د سردار اختر مېنګل بلوڅ په مشرۍ کې جوړ کړې و. د بلوچستان د دورې وروسته کمېشن خپلې سپارښتنې عدالت ته هم ورکړي خو د قدیر بلوڅ په خبره د بده مرغه په هغو سپارښتنو عمل و نه شو.

قدیر بلوڅ وایي، د لا درکه کسانو مسله وزیراعظم نه شي حل کولی " خو زما په خيال د دې ستونزې هوارې د هغه د وس کار نه دی، که د پوځ سر لښکر او د آي اېس آي مشر وغواړي نو د لا درکه بلوڅ زده کوونکو دا مسله په مياشتو، ورځو کې نه بلکې په ګنټو کې حل کېدای شي."

د اسلام اباد هایکورټ په حکمنامه کې ویل شوي چې د وګړو د حقونو د تحفظ ذمه وار د پاکستان حکومت د بشري حقونو د سرغړونو مخه نه نیسي اؤ که کوم طالبعلم د ریاست پرضد فعالیتونو کې ککړ وي نو باید چې اړونده محکمې ته وړاندې کړل شي.

عدالت ویلي وبه ګڼل شي چې دا کسان د ریاستي ګټو پر ضد کار کوي اؤ د هغه نظام برخه دي چې د انساني حقونو نه سرغړونې کیږي خو دوي یې په خاموشۍ سره تماشه کوي.

د حکمنامې له مخې ، په ریاستي ادارو د بلوڅ زده کوونکو د جبري بې درکۍ تور دی اؤ هغوي د دوي په راخلاصلولو کې هم بې وسه دي.

دپاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د عدالت په حکمنامه خپل غبرګون کې دپاکستان جیو ټيلي ویژن نه ویلي چې بلوچستان کې وسله والې ډلې بېګناه خلک وژني اؤ دغه ډلې د مزدورانو اؤ استاذانو په وژنه کې ککړې دي ، عدالت باید دغه وسله والې ډلې هم را وغواړي.

هغه ویلی چې د ریاست هیڅ یوه اداره په جبري لادرکیو کې ککړه نه ده .

د لا درکه بلوڅانو او د پښتنو د حقونو فعالان د پاکستان د پوځ په خفيه ادارو الزام لګوي چې خلک په جبري توګه لادرکه کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي لا درکه تنان بلوچ بېلتون پاله وسله والو ډلو سره شامل شوي وي، قانون نافذ کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا افغانستان ته تښتېدلي وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG