لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارليمان د نیول شوو بلوڅ مېرمنو سره د تشدد په اړه رپورټ غوښتلی


دښاغلي مېنګل تر مخه په آواران سيمه کې د نومبر په ۲۹مه نېټه څلور بلوڅ مېرمنې تښتول شوې وې او بيا پرې په حراستي مرکز کې تشدد شوې وو.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم خان سوري د بلوڅ ملت پاله ګوند د احتجاج وروسته داخله وزير ته امر کړی چې تېره مياشت د بلوچستان په اواران سيمه کې د تښتول شوو ښځو سره د ممکنه زور زياتي په اړه دې سبا پارليمان ته حال ورکړي.

تیره ورځ د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د تښتول شوو بلوڅو مېرمنو په اړه د واکمن تحريک انصاف اتحادي ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل د سپيکر د کرسۍ وړاندې احتجاجي دهرنه اوکړه. مرستيال سپيکر قاسم خان سوري د اختر مېنګل د احتجاج وروسته دغه امر ورکړو.

دښاغلي مېنګل تر مخه په آواران سيمه کې د نومبر په ۲۹مه نېټه څلور بلوڅ مېرمنې تښتول شوې وې او بيا پرې په حراستي مرکز کې تشدد شوې وو.

ښاغلي مېنګل قامي اسمبلۍ ته ويلي د ټوپک يا تورې په زور نه د چا مذهب بدلېدلی شي او نه د چا شهريت، نو ترڅو چې پاکستان د بلوچستان د وګړو سره برابر سلوک نه کوي هغوي په زور نه شي پاکستانيان کېدلی.

ښاغلي مېنګل په پاکستاني ادارو نيوکې کړې او ويلي دي د بلوڅانو په مېرمنو تشدد د بلوچستان په کلتور حمله ده او د دوي ګوند به د دغې پېښې د پلټنو لپاره د اوچتې کچې يوه کمېټي جوړوي.

په بلوچستان کې اکثر په حکومت نيوکې کېږي چې رياست د دوي په معدينياتو قبضه اچولې او دوي ته يې ګټې نه ورکړل کېږي.

خو پاکستاني چارواکي دغه تورونه ردوي او وايې دوي د ټولو صوبو وګړو ته په يوه سترګه ګوري.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG