لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : اواران کې د ملېشې په کاروان چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي


د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د بلوچستان صوبې په اواران ضلع کې د ملېشې په کاروان د سړک غاړې ته ښخ بمي چاؤدنې په نتيجه کې دوه عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د ملېشې عسکر د اواران ضلعې په موشکه سيمه کې په گشت وو ، چې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنه پرې شوې او دوه عسکر پکې وژل شوي . د چاؤدنې له امله ژوبل درې عسکر د درملنې دپاره د مرکزي ښار کوئټې روغتون ته وړل شوي ، او سرچينې وايي د چاؤدنې له امله د ملېشې عسکرو گاډو ته هم زيان اوختی دی .
چارواکو وئيلي د پېښې وروستو امنيتي ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې . خو چارواکي بيا د دغه رقم بريدونو زمه په بيلتون خوښو بلوڅو راړوي .
د کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان کې د اتوار په ورځ د شيعه زائرينو په کاروان په تافتان سيمه کې ځان مرګي بريد شوی ؤ ، او د چارواکو په وينا په دغې بريد کې ۲۴ کسان وژل شوي ؤ . په بريد کې په نخښه شوؤ کسانو په وينا په وژل شوؤ کسانو کې زياتره د خيبرپښتونخوا هنگو ضلعې او تيراه سيمې سره تعلق وو .
بلوچستان صوبه د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ سره مخ ده ، وخت په وخت پکې په امنيتي ځواکونو او په شيعه زائرينو خونړي بريدونه کيږي .
بل لور ته د سيمي چارواکي هم وخت په وخت د شرخوښو په ضد د عملياتو د هغويي د نيولو ، او بيا په مقابلو کې د وژنې ادعاوې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG