لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلا بزنجو:په ورورولۍ باور لرو خو غلامان نه یو،هیڅوک به پخپلو وسیلو مزو چړچو ته پرې نه ږدو


هغه وویل باوجود ددې چې بلوچستان دګیس بندولو صلاحیت لري "خو بیا هم مونږ تر دې حده تلل نه غواړو"
هغه وویل باوجود ددې چې بلوچستان دګیس بندولو صلاحیت لري "خو بیا هم مونږ تر دې حده تلل نه غواړو"

دپاکستان دکړکیچ ځپلې صوبې بلوچستان وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو ویلي دوي به هیڅوک دبلوچستان په وسیلو مزو چړچو کولو ته پرې نه ږدي.

پاکستاني رسنیو ویلي تېره ورځ دصوبایي کابینې دغونډې په مهال وزیراعلا بزنجو بلوچستان صوبه کې دګیس په نشتوالي سختې اندېښنې ښکاره کړې اؤ وئ ویل بلوچستان سره دمیرې مور دسلوک نه باید لاس واخستل شي.

وزیراعلا بزنجو وویل مونږ دصوبو ترمنځ په همغږۍ او ورورولۍ باور لرو خو دچا غلامان نه یو ،پخپلو وسیلو دبشپړ حاکمیت حق لرو.

هغه وویل دګیس کمپنۍ د75 کالو راهسې دبلوچستان استحصال کوي اؤ اوس هم د پي پي ایل په ذمه ددې صوبې 30 اربه روپۍ ورپاتې دي.

نوموړي ویلي قدرتي ګیس دبلوچستان د امدنۍ تر ټولو ستره وسیله ده خو دا چې بلوچستان ته پخپله ګیس نه ورکول کیږي دغندنې وړ عمل دی.

هغه وویل باوجود ددې چې بلوچستان دګیس بندولو صلاحیت لري "خو بیا هم مونږ تر دې حده تلل نه غواړو"

دمیرعبدالقدوس بزنجو په خبره دکله نه چې بلوچستان څخه دګیس پیدوار پیل شوی دهغې راپدیخوا دې صوبې ته دخپلې برخې مطابق حق نه دی ورکړل شوی .

هغه وویل دبلوچستان سره زیاتی کیږي ځکه چې په یخنۍ کې ورته ګیس نه وي اؤ دفصلونو په سیزن کې اؤ ګرمۍ کې ورته بجلي نه ورکړل کیږي چې دا عمل نور د زغملو نه دی.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو شپیتوؤ اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

دبلوچستان په سویي سیمه کې قدرتي ګیس په کال 1953م کې موندل شوی ؤ اؤ څېړونکي وایي چې دغه ګیس دبلوچستان نه دپنجاب هغو لرې پرتو سیمو ته هم رسول شوی دی چې دهند سره په پوله پرتې دي خو وایي پخپله دبلوچستان قابو 29 ضلعې دګیس اسانتیا نه لري.

د رقبې په لحاظ دپاکستان تر ټولو ستره اؤ دپسماندګۍ په لحاظ تر ټولو پاتې صوبه بلوچستان کې دقدرتي ګیس ترڅنګ دمعدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو،اوسپنې،کرومایټ،تانبې،چونې،قیمتي کانو ،سنګ مرمرو وغیره د ذخیرو نه هر کال دپاکستان قامي خزانې ته په اربونو روپۍ ګټه ترلاسه کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG