لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکول شته، طالب علم شته خو استاذ نشته


دا تصویر د بادیدني د هغه سکول دی چې حافظ احسان الله یې په شخصي توگه په خپلو کوښښونو چلوي
دا تصویر د بادیدني د هغه سکول دی چې حافظ احسان الله یې په شخصي توگه په خپلو کوښښونو چلوي

د بلوچستان قلعه سیف الله بادیني سيمه کې د ١٦٠٠٠ ابادۍ لپاره د انجونو سکول نشته او د هلکانو سکولونو ته استاذان په میاشتو میاشتو نه ځي.

د بادیني اوسېدونکي شکایت کوي چې ماشومان یې له تعلیمه محرومه دي، خو د بلوچستان د تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال دا دعوې بې بنیاده بولي.

"زموږ په رپوټونو کې غیرحاضر استاد یا بند سکول نه شته، اوس خو رخصتۍ دي، خو که دا موږ ته رپوټ شي او د چا هلته ډیوټي وي تنخا اخلي، موږ به د هغه خلاف خامخا قانوني کاروایي کوو. هر څه یې باید مالوم وي او خلک ووایي چې دا پلانی سکول بند دی او استاد یې نه ورځي، موږ به یې خامخا خبر اخلو"

بادیني د بلوچستان مرکزي ښار کوټې نه شاوخوا ١٨٠ کلومیټر شمال خیتځ لور ته د کلاسیف الله ضلعې سره تړلې کلیواله سیمه ده، چې د افغان پولې ته څېرمه پرته ده.

د باديني اوسېدونکي وايي، اکثر کلي یې د تعلیم او روغتیا په شمول د ژوند له بنیادي اسانتياوو بې برخې دي، وایي هلته دوه مډل او ۱۹ پرایمري سکولونه دي، خو حکومت ورته توجه نه کوي او استادان په کلونو- کلونو سکولونو ته نه ورځي.

د بادیني د (خوږې) کلي اوسېدونکی حافظ احسان الله وايي، د دوی د کلي په شمول هلته د اکثرو کلیو سلګونه ماشومان له تعلیمه بې برخې:

"یواځې زموږ کلی نه دی، په ټول بادیني کې تعلیم مفلوج دی، سرکار هم خاص توجه نه راکوي. زموږ سرکاري سکول ته له ١٩٩٠م کال څخه استاد پرله پسې نه دی حاضر شوی، په څو میاشتو کې کله- کله د خپلې حاضرۍ لپاره راشي"

حافظ احسان الله خپل شخصي سکول کې ماشومانو ته درس ورکوي
حافظ احسان الله خپل شخصي سکول کې ماشومانو ته درس ورکوي

احسان الله وایي، دی له خپلې سیمې دباندې په لورالای سیمه کې اوسېده، خو چې د خپلې سیمې د ماشومانو مستقبل یې په تیاره کې ولید، نو بادیني ته لاړ او هلته یې خپل یو شخصي سکول پرانیست، چې ماشومانو ته پکې عصري او دیني تعلیم ورکوي. احسان الله وایي په سکول کې یې شاوخوا سل ماشومان زدکړې کوي:

"ما د دیني او عصري تعلیم لپاره په دغه سرکاري سکول کې درس پیل کړ، تعمیر یې بېخي ختم وو، کړکۍ او دروازې یې ماتې وې، صرف دېوالونه یې ولاړ وو. اوس زه پکې سهار او ماسپښین دواړه وختونه ماشومانو ته تعلیم ورکوم"

د بلوچستان د ډېرو نورو کلیوالو سیمو غوندې بادیني هم لا تر اوسه د نجونو سکول نه لري. په بادیني کې نه یواځې د تعلیم، بلکې د روغتيا ستونځو هم خلک اندېښمن کړي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي، هلته د سرکاري ډسپنسرۍ یا روغتيايي مرکز ودانۍ هم اوس د نړېدو په حال کې ده او خپل ناروغان کلاسیف الله ښار یا کوټې ته وړي، چې کله- کله خو د سړک د خراب حالت له کبله پر لاره ساه ورکړي.

یادونه: ددې خبر سره شائع شوي تصویران ځايي خبریال رفیع الله مندوخیل وي او ای ډیوه ته ورکړي دي

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG