لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه او بلوڅ ماشومان ولې په تعلیم کې شاته دي؟


د پاکستان یوه غیردولتي اداره وایي، د زده کړو او ښوونې په برخه کښې بلوچستان تر څلور واړو صوبو ‌‌‌‌‌‌ډېر شاته دی.

په ایالت کښې د حکومت مخالفه نېشنل ګوند د اسمبلۍ غړې ‌‌‌‌‌‌ډاکټره شمع اسحاق وایي، په بلوچستان کښې تعلیم کله هم د حکومت په ترجیح کښې نه دی پاته شوی.

هغې وویل ۶۰ سلنه ماشومان چې عمرونه یې سکولونو ته د تګ دي، خو د مکتبونو د نشتوالي له امله له زدکړو بې برخې دي او څوک چې سکولونو ته ځي هغوی ته معیاري ښوونې نه کېږي چې له امله یې ۴۵ سلنه ماشومان بیرته سکولونه پرېږدي.

د الف اعلان په نوم ادارې په خپل تازه پینځه کلن رپورټ کښې ویلي دي چې له ۲۰۱۲م څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې شمېرې دا څرګندوي، چې په مجموعي توګه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د تعلیم په څانګه کښې لومړی، سرښار اسلام اباد دوهم، پنجاب درېیم، ګلګت بلتستان څلورم، خیبرپښتونخوا پینځم، بلوچستان شپږم، سیند اووم او فاټا پر اتم نمبر ده.

په بلوچستان کښې زیاتره شخصي مکتبونه په مرکزي ښار کوټه کښې دي چې د پوځ تر انتظام لاندې سکولونه هم پکښې شامل دي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټرې شمع اسحاق د ‌‌‌‌‌‌ډيوه د یوې پوښتنې په جواب کښې وویل چې د ایالتي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کښې به هغه د یو قرارداد له لارې له حکومته غوښتنه وکړي چې د پوځي ادارو په شمول شخصي تعلیمي ادارو ته دي د بلوچستان په هره ضلع کښې مځکې ورکړي چې په لرې پرتو سیمو کښې هم تعلیم وده وکړي.

هغه وایي په ۱۳۰۰۰حکومتي سکولونو کښې د شاوخوا ۶۰۰۰۰ استادانو خپله تعلیمي کچه او روزنه کمزورې ده او ‌‌‌‌‌‌ډېری استادان ښوونځیو ته نه ځي، که حکومت د هغوی په ضد د ګام اخیستو خبره وکړي، نو د هغوی تنظيمونه او سیاسي ګوندونه به په احتجاج لاس پورې کړي.

شمع اسحاق وایي حکومت باید په ایالت کې د تعلیم د معیاري کولو لپاره سکولونو ته د استادانو ورتګ یقیني کړي او په شاته پاته سیمو کې دي د نجونو او هلکانو لپاره یو ډول مکتبونه جوړ کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG