لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په بلوچستان کې بازان هم "قیدي" کیدای شي


د پاکستان بلوچستان ایالت کې درې بازان د تیرو دریو میاشتو راهیسې د عدالتي "قید" څخه د خوشې کیدو په انتظار دي.

چارواکي وايې پروسږکال د ډسمبر په شپږمه نیټه د عربي اماراتو د شهزادګانو یوه قافله د څاړو د ښکار لپاره په ځانګړو الوتکو کې کوټې ته رسیدلي وه او د هغوي له ولکې څخه څلور بازان د کسټم مامورینو ونیول چې هیڅ اسناد یې نه درلودل.

وروسته یو باز د کسټم یا ګمرک په قید کې مړ شو او د نورو په اړه ویل شوي وه چې دوه د جرمني او یو د امریکايې نسل باز دی.

د ځنګلاتو مرستیال ژغورونکي نیاز کاکړ وایې په نړیوال مارکیټ کې د هر باز بیه تر ۷۰ لکه روپیو یا ۶۵۰۰۰ ډالرو پورې ده.

دده په وینا ژوندي پاتې درې بازان د یوه لاندیني عدالت په امر د هوایې ډګر مامورینو ته د بند لپاره ورکول شوي خو د ساتنې کار یې د ځنګلونو او ځنګلي ژوند و ادارې ته سپارل شوی.

اوس دوی په عالي محکمه یا هایې کورټ کې ددغه بازانو د خوشي کولو لپاره دوسیه وړاندې کړې ده او هیله څرګندوي چې بندي بازان به ډیر ژر د بلوچستان و غرونو ته خوشې کړل شي.

چارواکي د هغه عربي شهزاده نوم نه اخلي له چانه چې بازان نیول شوي البته دومره وایې چې د متحده عربي اماراتو یو شهزاده دی.

بلوچستان ته هر کال د ژمې په پای کې په لسګونو عربان د څاړو د ښکارلپاره ځي او تر اونیو اونیو پورې د موسی خیل، قلعه سیف الله، دالبندین او جهل مګسي په سیمو کې میشته وي.

د مرغانو د حقونو ادارو د څاړو په ښکار د بندیز لږولو غوښتنه کړېده او چاپیریال د ژغورنې نړیواله اداره وایې چې که د څاړو د ښکار کولو لړۍ همداسې رواه وي نو ډیر ژر به ددغه نایابه مرغانو نسل ختم شی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG