لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان های کورټ د پخواني مشر جج په قتل کې د نیول شوي تن پلار وايي زوی يې بې ګناه دی



د سي ټي ډي د بلوچستان مشر اعتزاز ګورايه د اکتوبر په ۲۹ نېته په کوټه کې د خبري کانفرنس په مهال خبريالانو ته د شفقت الله په نامه د يوتن ويډيو پېغام ښکاره کړه چې دغه تن پکې په مبینه توګه د محمد نور مسکانزي د قتل په شمول په نورو بريدونو کې د ککړتیا زمه واري مني
د سي ټي ډي د بلوچستان مشر اعتزاز ګورايه د اکتوبر په ۲۹ نېته په کوټه کې د خبري کانفرنس په مهال خبريالانو ته د شفقت الله په نامه د يوتن ويډيو پېغام ښکاره کړه چې دغه تن پکې په مبینه توګه د محمد نور مسکانزي د قتل په شمول په نورو بريدونو کې د ککړتیا زمه واري مني

د ترهګرۍ ضد ځانګړي پولیس د بلوچستان های کورټ د پخواني چیف جسټس محمد نور مسکانزي د قتل په لړ کې د شفقت الله نومي تن د ګرفتارولو دعوه کړې خو د نیول شوي تن پلار عبدالرحیم یلانزی وايي زوی يې بې ګناه دی.

د سي ټي ډي د بلوچستان مشر اعتزاز ګورايه د اکتوبر په ۲۹ نېته په کوټه کې د خبري کانفرنس په مهال خبريالانو ته د شفقت الله په نامه د يوتن ويډيو پېغام ښکاره کړه چې دغه تن پکې په مبینه توګه د محمد نور مسکانزي د قتل په شمول په نورو بريدونو کې د ککړتیا زمه واري مني او وايي چې له تيرو دوو کالو راهیسې له بلوڅ وسلوالي ډلي بي اېل اې سره تړاو لري او فعاليت کوي.

مسکانزی د اکتوبر پر 14 په خاران کې د خپل کورسره نېږدې په جماعت کې په ډزو وژل شوی دی.

د شفقت الله پلار عبدالرحیم یلانزي د وي او ای ډیوه سره په نوشکي کې د ځايي خبريال طيب يلانزي په واسطه خبرو کې وویل چې زوی يې بې ګناه دی.

د وي او ای ډیوه سره په ټېلې فون مرکه کې به د عبدالرحیم خبرې خبریال طيب يلانزي د بلوچۍ نه پښتو ته ترجمه کولې.

رحیم الله یلانزي وویل د ټولنیزو رسنیو دلارې خبر شو چې زوی يې پولیس نیولی او د پخواني چيف جسټس په قتل کې د ککړتیا الزام پې لګول شوی دی.؛زما زوی او زموږ خاندان داسې سوچ هم نشي کولای... محمد نور مسکانزي زموږ د سيمې لپاره ډېر خدمت کړی دی، زما پر زوی چې کوم تورنه لګول شوي دا له سره غلط دي."

د عبدالرحيم يلانزي په خبره شفقت الله نولس کلن دی او څو ورځۍ وړاندې يې د دولسم ټولګی نتيجه راغلې او هغه په ښو نمبرو پاس شوی دی.

عبدالرحیم يلانزي وویل د زوي نه يې اعترافي بیان په زوز اخیستل شوی دی

بلوڅ سیاسي فعالان او د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کونکی تنظيم وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز پر سي ټي ډي پوليسو وخت ناوخته دا تورونه لګوي چې د بلوڅ فعالانو په زوره د لا درکه کولونه پس هغه د ترهګرو په نامه يا خو بندي کړل شي او يا بېلا بېلو عملياتو کې وژل شي.

د سي ټي ډي مشر اعتزاز ګورايه دا تورنه رد کړل او ويې ويل چې د چيف جسټس مسکانزي په قتل کې نيول شوي تن شفقت الله په اړه به هم خلک بیا دغه خبرې کوي چې دا خو زدکونکی او بې ګناه دی۔

هغه وويل پولیس د قانون لاندې په ترهګرۍ کې د لاس لرونکو پر ضد کار کوي او که څوک په دې لړ کې څه اعتراض یا سوال لري نو هغه پر ټاکلې لارہ له پولیس څخه پوښتنه کولای شي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG