لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه کې د کرونا وایرس لومړی ناروغه مړ شو 


د بلوچستان سرښار کوټه فاطمہ جناح روغتون مشر ډاکټر نورالله موساخېل وي‌ او ای ډیوه ته پخلی کړی، تیره اونۍ د ایران څخه کوټه ته راغلی یو ځايي‌ ۷۰ کلن تن تیره شپه ژوند د لاسه ورکړی چې دا په بلوچستان ایالت کې د کرونا د لاسه د چا د مرګ لومړۍ پېښه ده.‌

نوموړي‌ ویلي دغه ناروغه تن د روانې میاشتې په ۱۹ممه نېټه دغه هسپتال ته علاج له راوړل شوی وو. او وړاندې د کوټه ښار په شیخ زید هسپتال کې داخل وو.‌

ډاکټر نورالله زیاته کړ‎ہ چې د دغه تن مړي‌ ته به د هسپتال ځانکړي ډله غسل ورکوي او وروسته به یې د کفن وروسته ځانګړي پلاسټک او بیا ځانګړي تابوت کې بندوي چې وروسته د دغې به يې خپل خپلوان لیدلی شي.‌

د ښاغلي موساخیل په خبرہ د مړ‎ي جسد د ھغه و کور ته د وړ‎لو اجازت نشته، په روغتون کې به د مړ‎ي دید او اخیرني ټول رسومات تر سرہ کېږ‎ي او ورستو به یې په ځانڰړ‎ي ایمبولینس کې ھدیرې ته وړ‎ي.

ډاکټر موساخېل وایي د مړ‎ہ شوي تن د استعمال ټول شیان، جامې او د روغتون بستر به د سوځولو په ماشین کې سوځوي.‌

د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کرونا په مرض اخته کس د مرڰ خبر په زړ‎ہ خفه کړ‎ی.‌ نوموړي‌ لیکلي‌ چې مریض د کوټې په فاظمه جناح چیسټ روغتون کې تر درملنه لاندې وو، شاہواني مړي لپاره دعا او کورنۍ ته یې د صبر دعا کړ‎ې۔

د بلوچستان د عامې روغتیا د محمکې مشر ډاکټر فھیم په وینا په بلوچستان کې د کرونا وایرس د مریضانو شمېر ۱۰۸ دی.

بلوچستان کې د کرونا وایرس د لومړي ناروغه تن د مرګ وروسته په دغه ایالت کې د ناروغانو شمیرنه ۱۰۷ شوه.‌

په پاکستان کې د کرونا وائروسو ناروغي په چټکټیا سره دخوریدو په حال کې ده اؤ تر اوسه په ټول پاکستان کې د کرونا وایرس دناروغانو شمیره ۷۶۰ نه سېوا شوې.

پاکستان کې د کرونا ټولې پېښې: ۷۶۱

د مړو شمیره:‌ ۵

سند :‌ ۳۳۳

پنجاب:‌ ۲۲۲

بلوچستان:‌ ۱۰۷

ګلګت بلتستان: ۵۶

خېبر پښتونخوا ۳۱

اسلام اباد: ۱۱

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG