لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د 750 ارب روپو بجټ اسمبلۍ ته پېښ کړو


صوبايي اسمبلۍ ته د بجټ وړاندې کولو په مهال د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک خان آڅکزۍ وویل په نوي بجټ كې نوي ټېكسونه نه دي لګول شوې او تر ټولو زيات فنډ د تعليم، صحت او امن امان لپاره ټاکل شوي دي
صوبايي اسمبلۍ ته د بجټ وړاندې کولو په مهال د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک خان آڅکزۍ وویل په نوي بجټ كې نوي ټېكسونه نه دي لګول شوې او تر ټولو زيات فنډ د تعليم، صحت او امن امان لپاره ټاکل شوي دي

د بلوچستان حکومت د اینده مالي کال دپاره د 750 ارب روپو بجټ اسمبلۍ ته وړ‎اندې کړو چې 49 ارب روپۍ خساره لري.

په نوي بجټ کې پرمختیايي لګښتونه 229 ارب روپۍ، غیر ترقياتی اخراجات 437 ارب روپي، د روغتیا د کارډ پاره 5 .5 ارب، د امن امان لپاره 53 ارب روپۍ، د تعلیم دپاره 100 ارب روپۍ ټاکل شوي دي.

څېړونکي وايي نوی بجټ تش د رارونو عامو انتخاباتو لپاره د ولس حمایت اخیستلو دپاره اعلانات دي او د شهري حقونو د فعالینو وېنا وه چې واي په بجټ کې ښځو له د پر مختیا لپاره 65کروړه روپۍ ټاکل شوي چې ډېرې کمې پېسې دي.

صوبايي اسمبلۍ ته د بجټ وړاندې کولو په مهال د بلوچستان د خزانې وزیر زمرک خان آڅکزۍ وویل په نوي بجټ كې نوي ټېكسونه نه دي لګول شوې او تر ټولو زيات فنډ د تعليم، صحت او امن امان لپاره ټاکل شوي دي.

اڅکړي وویل ګوادر د ځانګړي اقتصادي ضلع اعلان كولو تر څنګ په بجټ کې د ګوادر سپېشل اکنامک زون دپاره د صوبې د ټولو ټېکسونو د معافۍ اعلان شوی دی.

د خزانې وزير وويل چې په راتلونکي مالي کال کې له مرکز څخه به په اين ایف سي ايوارډ کې د بلوچستان برخه 521 ارب روپۍ، دبلوچستان خپل آمدن 57 ارب ، د سوئې ګېس د لېز د توسیع په مد کې 55 ارب ، د غیر ملکی منصوبو څخه به د 37 ارب روپۍ د تر لاسه کېدو آټکل شوی دی.

په راروان مالی کال د بلوچستان د ټول امدن اندازه 701 ارب روپۍ لګول شوې ده.

په بجټ کې غیر ترقیاتی اخراجات 437 ارب روپۍ ټاکل شوي، د پرمختيايي منصوبو لپاره 229 اربه روپۍ ځانګړې کړی شوي دي.

په دغه پرمختيائي بجټ کې 4721 د روانو سکيمونو لپاره 170 اربه روپۍ ځانګړي شوي او د 5068 نوو اسکیمونو له پاره 58 اربه دي.

د صوبې د خزانې وزیر وویل چې ټول ټال لګښتونه 750 اربه روپۍ اټکل شوي، په بجټ کې 49 اربه روپۍ خساره ده.

د بلوچستان د خزانې وزير انجينئر زمرک خان وويل د را روان کال د بلوچستان په مالی بودېجه کې 4389 نوی ملازمتونه به ځوانانو ته ورکول کيږي.

څېړنکار محمد کاظم چې د کلونو راهسې د بلوچستان په بجت نظر ساتي، وویل چې په بلوچستان اسمبلۍ کې مخالفه ډله نشته، ټوله د حکومت مرعاتو کې شامل دی ، دا د راروانو انتخاباتو له پاره تش اعلانونه دي، 49 ارب خساره ده دا به له کومه ځائ حکومت پوره کوي.

کاظم وویل مرکزي حکومت تر اوس پوری د تير مال ونډه صوبې ته نه ده ورکړې د پي پي ايل په شمول مرکزي ادارې د بلوچستان قرض داره دی.

د بلوچستان وزیر خزانه زمرک خان اڅکزي وويل چې صوبائي حکومت د ملازمانو ښېښګړی له پاره ګامونه اخلي، له 1 یوه ګرېډ څخه بيا تر 16 پوری په میاشتنی تنخوا ه کې 35 سلنه له 17 څخه بیا تر 22 ګريډ پوری 30 او د پېنشن کې بیا 5 .17 فيصد اضافه شوې او لږ تر لږ اجرت 32000 ټاکل شوې دي.

صوبا ئي حکومت و ايي د تعليم له پاره 100 ارب ، په دې کې 78 ارب د تنخواه لګښتونه او 22 ارب د پرمختیا د کارو له پاره دی . د بلوچستان په مالی بودېجه کې د روغتیا له پاره 65 ارب په دوې 51 ارب د غير ترقیاتی او 14 ارب د پرمختیايي له ځانګړي شوي دي، د صوبې د امنېت له پاره 53 ارب او د روغتیا د کارډ له پاره 5•5 ارب روپۍ ځانګړي شوي دي د د وايانو د اخستلو له پاره 4 ارب 88 کروړه روپۍ اعلان شوې دی .

د زدکونکو د وظېفو او له اسکولو څخه د بهر ماشومانو لپاره هم دوه دوه ارب روپۍ ځانګړي شوي دي.

دښځو د پر مختیا لپاره 65 کروړه روپۍ ځانګړي شوي دی. د ښځو د پر مختيا دپاره کارکونکي د یوې غیر سرکاري ادارې مشره نسيمه سلام وايي چې ښځې دصوبې نیمه برخه ده يوازې 17 فیصد با سیواد دی روزګار نه لری ، هنری زدکړی نه لری په لرو پرتو سیمو کې د روغتیا او د تعلیم د اسانتياوې نشتوالی دی، د ماشوم د زېږدو پر مهال د مندو د مړینې کچه په بلوچستان کې تر نورو صوبو ذياته ده.

نسمه سلام ذیاته کړه چې د بلوچستان په مالی بودېجه کې ښځې له پام غورځول شوې دي.

زمرک خان اڅکزي وويل چې په صوبه کې کاروباري چارو د ته وده ورکولو لپاره بلوچستان ريونیو اتهارټی 43 قسم ټکسونه کم کړي دي.

د خرانط وزیر وویل چې په دې کې د هوټلونه ټکس له 15سلنه څخه څلور فیصد ته کم کړی شوی دی، د پرمختیایی مالیه له 6 فیصد څخه 4 فیصد ته راټیټه شوې ده ، د صحت او دې سره اړونده څانګو ټېكس له 15 فيصده څخه 2 فيصد ته كم كړل شوی ۔ د تعليم ته د ودې لپاره د بلوچستان ريونيو اتهارټي ټېكس له 15 فيصده څخه كم شوې د مياشتی 3 زره روپۍ ټاکل شوې دی ۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG