لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت: د مرورو بلوڅانو سره به ژر خبرې شروع شي


 د ريسرچ ايند سيکيورټي سټډيزاسلام اباد نومې ادارې رپورټ وايي د کال 2022م په لومړيو دوه نيمو مياشتو کې 33 پېښو کې د 42 امنيتي عسکرو په شمول 111 تنه وژل شوي او د 59 امنيتي عسکرو په ګډون 120 تنه ټپيان شوي دي
د ريسرچ ايند سيکيورټي سټډيزاسلام اباد نومې ادارې رپورټ وايي د کال 2022م په لومړيو دوه نيمو مياشتو کې 33 پېښو کې د 42 امنيتي عسکرو په شمول 111 تنه وژل شوي او د 59 امنيتي عسکرو په ګډون 120 تنه ټپيان شوي دي

د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه ویلي د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې څه موده وړاندې شوي ناسته کې د بلوچستان پر مسلو او له پاکستانه د باندې مرورو بلوڅ مشرانو سره د خبرو اترو پلان په ګړندي کولو زور ورکړل شوی دی.

د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د مرورو بلوڅانو سره د مذاکراتو په لړ کې فرح عظیم شاه وویل د بلوچستان د امنیت مسله د طاقت او زور دلارې د عارضي وخت دپاره حل کېدلی شي. "خو دا ټولې ستونځې يو څه موه پس بېرته سر پورته کړي، نو د دې يو مستقله حل لټول ضروري دی."

فرح عظیم شاه وویل د مخالفینو سره د مذاکراتو دپاره "په څه ورځو کې به پوره تګ لاره ستاسو مخ ته راوړو".

د صوبايي حکومت ترجمانې د مرورو بلوڅانو سره د مذاکراتو په اړه خبره په داسې حال کې وکړه چې يوه ورځ وړاندې مسلح بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بي ايل ای د سبي ضلعې په سنګان سيمه کې د ايف سي ځواک پر موټر د بمي بريد زمه واري پر غاړه اخیستې. د ليويز چارواکو په خبره په بريد کې د ايف سي څلور عسکر وژل شوي او اتهه ټپيان شوي دي.

څېړونکي وايي حکومت په تېرو وختونو کې هم د مخالفو بلوڅ ډلو سره د مذاکراتو دعوې او کوښښونه کړي خو څه مثبتې نتېجې یې مخې ته نه دي راغلي.

په کوټه کې مېشت خبريال جلال نورزی وایي له خفه بلوڅو سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي د وزير اعظٰم عمران خان صلاح کار نوابزاده شاه زېن بګټي يوازې له برهمداغ بګټي او بختيار ډومکي سره تماس نيولی خو د نورو وسلوالو ډلو او د هغوی له مشرانو سره کومې خبرې نه دي شوي.

د جلال نورزي په خبره چې تر څو له دغو نورو تنظيمونو سره خبره روغې ته ولاړه نشي، نو د داسې خبرو اتر به کومه ګټه نه وي۔

د ښاغلي نورزي په فکر په بلوچستان کې د حکومت په نورو مخالفینو کې خان اف قلات، هربيار مري، ډاکټر الله نظر، جاويد مېنګل او د بي اېل ای مشر بشري زېب شامل دي.

هغه نورزي وویل "زما ندی خيال چې له دې سره دې حکومت يا کوم تماس نيولی وي، او يا دې دغه يادې ډلې دوی ته غوږ ونيسي، زما خيال دی چې دغه ګروپونه په اکثريت کې هم دي او له دوی سره ډېر خلک دي، که له دوغو تنظيمونو سره خبرې ونشي نو د رياست لپاره به کومه فايده نه وي"۔

په بلوچستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د امنيت وضعه کړکېچنه ګڼل کېږي او حکومتي مامورین په مسلح بلوڅ ډلو الزام پورې کوي چې د پوځي چارواکو او حکومتي اسانتیاو پرضد د حملو تر څنګ په بلوچستان کې هدفي وژنې کوي.

د فبرورۍ پر دويمه د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمه کې د ايف سي ځواک پر کيمپونو باندې له ډليز بريد ورستو بلوڅ ليبريشن نومي بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې د دې بريد زمه واري منلې وه او ويلي يې و چې دوی به تر هغه پورې داسې بريدونه کوي تر څو چې پاکستاني عسکر بلوچستان نه پرېږدي، يادې ډلې په دواړو بريدونو کې د يو سل پينځه نوي عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ويلي و چې د دوی 11 عسکر وژل شوي او په ځوابي بريدونو کې يې شل بريدګر وژلې وو۔

د ريسرچ ايند سيکيورټي سټډيزاسلام اباد نومې ادارې رپورټ وايي په دوه زره يوشتم کې په بلوچستان کې 262 پېښو کې 146 تنه وژل شوي او پينځه سوه ته نېږدې ټپيان شوي دي خو د کال 2022م په لومړيو دوه نيمو مياشتو کې 33 پېښو کې د 42 امنيتي عسکرو په شمول 111 تنه وژل شوي او د 59 امنيتي عسکرو په ګډون 120 تنه ټپيان شوي دي۔

د زياتره پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون خوښو دلو پر غاړه اخيستي، د بلوڅ وسلوال تنظيمونو تر څنګ تحريک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګې هم د ځينو بريدونو زمه واري منلې ده.


  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG