لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎ د بلوچستان حکومت د بې درکه کسانو په اړه د پارلماني کمیشن جوړولو فېصله کړې


په دې تصویر کې د وایس فار بلوچ مسنک پرسنز ماما قدیر او نور همکاران يې د بې درکه بلوڅانو دپاره په احتجاج ناست لیدل کېږي. فعالان وايي په سلګونو بلوڅان لادرکه دي
په دې تصویر کې د وایس فار بلوچ مسنک پرسنز ماما قدیر او نور همکاران يې د بې درکه بلوڅانو دپاره په احتجاج ناست لیدل کېږي. فعالان وايي په سلګونو بلوڅان لادرکه دي

‎ د بلوچستان کابينې د شورو/چهارشنبې په ورځ د بې درکه کسانو په اړه د لوړی کچې خپلواک پارلماني کمېشن د جوړولو پرېکړه وکړه.

‎ د وزيراعلا مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ کې د صوبايي کابينې غونډه وشوه چې پکې کابينې ته په صوبه کې د امن او امان په صورتحال او د امنيتي چارو په اړه معلومات ورکړل شوو.

‎د بلوچستان هائي کورټ د پرېکړې په رڼا کې کابينې د صوبايي داخله وزير په مشرۍ کې د خپلواک پارليماني کمېشن جوړولو منظوري ورکړې چې پکې به د اپوزېشن او حکومت دوه دوه غړي شامل وي.

د کورنۍ چارو چيف سيکرټري به هم د کميشن غړی وي. کميشن به د بې درکه کسانو د مقدمو جاج اخلي او د هغوی د واپسئ لپاره به ګامونه پورته کوي.

‎‎د بی این پي مېنګل ګوند چې په مرکزي حکومت کې شامل دی. کوند د مرکزي کميټۍ غړي غلام نبی مري وي او ای ډيوه ته وویل چې دوی ددې هرکلۍ کوي چې د “بې درکه شوو خلګو د راخوشې کیدو له پاره کوم ګامونه اخستل کېږي که په صوبای کچه وې یا پر قامی مونږ يې ملاتړ کوو خو شرط دا دی چې (کمېشن) خپلواک دې وي او په آزاد توګه دې پلټنې وشي او ريښتيا دی و ولس ته څرګند کړل شي ٍ

‎د بلوچ قامپاله پاله نيشنل ګوند د کويټې ضلعې مشر علی لانګو وویل چې “حکومت ژمنې کوي خو عمل ورباندي نه کوي اپوزيشن نشته او ټول د خپلو ځاني ګټو له پاره لګيا دي. د وزیر اعلا دکور مخ ته له يوې میاشتې څخه د بې درکه شوو کورنيو پرلت پیل کړی خو وزیر اعلا تر اوس له دوې سره نه دی ليدلي”.

د بشري حقونو سازمان ایمنسټي انټرنېشنل له پاکستان د حکومت نه غوښتي چې د بې درکه شویو کسانو کورنیو ته دې ژر تر ژره انصاف ورکړي. ياد نړیوال سازمان په پاکستان کې د بې درکه شویو کسانو د کورنیو د شکایتونو او د دوی پر ضد د تشدد په اړه یو راپورټ هم خپور کړی دی.

په راپور کې ويلي شوي چې د ورک کړل شویو کسانو کورنۍ سوله اییزې مظاهرې کوي خو د حکومت له خوا د ګواښونو، ځورونو او پرې د تشدد شکایتونه شوي دي.

د پاکستان د قانون مرکزي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د بې دركه كسانو مسله حل كول زمونږ د حكومت په لومړيتوب كښې شامله ده.

د يورپي اتحاد سفيرې رينا کوينکا سره په ليدنه کې هغه په پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه کسانو په اړه معلومات ورکړل.

‎وزيراعظم شهباز شريف د بې درکه شويو کسانو د راخوشي کولو لپاره د مرکزي دفتر کابينې يوه کميټي هم جوړه کړې ده چې مشري يې د قانون مرکزي وزير نذير تارڑ کوي.

‎د دې کميټۍ دوه غونډې تر دې دمه شوي او په راتلونکو غونډو کې د ټولو اړينو ډلو د ګډون ژمنه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG