لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسيلابونو له امله حکومت بلوچستان کې د پوليو پرضد کمپاين ځنډولی


سږکال پاکستان کې دخېبر پښتونخوا څخه د ګوزڼ يا پوليو 11 کېسونه رپورټ شوي دي چې دا يوولس ماشومان دشمالي وزيرستان سره تعلق لري
سږکال پاکستان کې دخېبر پښتونخوا څخه د ګوزڼ يا پوليو 11 کېسونه رپورټ شوي دي چې دا يوولس ماشومان دشمالي وزيرستان سره تعلق لري

په بلوچستان کې د پوليو ضد کارکوونکې ادارې پوليو ايمرجنسي سېنټر استازي شاپور سليمان ډيوه ته وويل,
په بلوچستان کې د پشکال د بارانونو او سېلابونو له کبله د صوبې په زياتره برخو کې سړکونه او لارې خرابې شوې دي او کارمندان په اسانه تر هر ماشومه لاس رسی نه لري نو ځکه حکومت د پوليو ضد کمپاين د ستمبر مياشتې تر پنځمې نېټې پوري ځنډولی دی.

په بلوچستان صوبه کې د جون له پينځلسمې د پشکال بارانونه پيل شوي چې له کبله يې د بلوچستان 34 واړه ضلو کې سېلابونه راغلي او په زيات شمير مالي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي۔

د بلوچستان حکومت په صوبه کې بيړني حالت پرځائ کولو اعلان کړی او د يوې اوونۍ لپاره يې ټول دولتي او غېر دولتي ښوونځي او مکتبونه هم تړلي دي۔

د سليمان شاپور په خبره د کوټې، قعله عبدالله او د ايالت په ځينو نورو حساسو سيمو کې د پوليو ضد وروستی کپماين د جون په مياشت کې تر شوی و۔

شاپور سليمان وايي چې د راتلونکي کمپاين د شروع کولو پريکړه به په روانه اوونۍ کې د بارانونو او سېلابونو د کمېدو پر اساس او د حکومت په مشورې سره کوي.

هغه وويل په دې کمپاين کې به تر پينځه کاله د کم عمر 26 لکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کیږي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د جمعي پر ورځ د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی او ويلي یې وؤ چې د ملک په 108 ضلعو کې به د پوليو ټيمونه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوي۔

خو د بلوچستان صوبايې حکومت وايې په صوبه کې د سېلابو له کبله نه شي کولای چې د پوليو ضد دا کمپاين پر وخت پيل کړي۔

سږکال پاکستان کې دخېبر پښتونخوا څخه د ګوزڼ يا پوليو 11 کېسونه رپورټ شوي دي چې دا يوولس ماشومان دشمالي وزيرستان سره تعلق لري۔

تر دي وړاندي په کال 2021م کې په ټول پاکستان کې د پوليو يو کيس درج شوی ؤ او هغه د بلوچستان په پښتني سيمه قلعه عبدالله کې رپورټ شوی و۔

په کال 2020م کې په ټول پاکستان کې 84 او تر هغې وړاندې په کال 2019م کې بيا 179 ماشومان ګوزڼ وهلي وؤ.

د پوليو وايرس ضد کارکوونکې ايالتي ادارې د چارواکو په خبره په بلوچستان کې لا هم داسې کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو څخه انکار کوي۔

چارواکي وايي چې سږکال په بلوچستان کې د انکاري والدینو شمېره له 6300 څخه و 4700 ته را کمه شوې ده۔

د ملل متحد د صحت ادارې "ډبليو ايچ او" رپورټ دی په ټوله نړی کې پاکستان او افغانستان هغه دوه هيوادونه دي چيري چې لا هم د پوليو وايرس شتون لري۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG