لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان هايي کورټ د پي ټي ايي سېنېټر اعظم سواتي خلاف د مقدمو ختمولو امر کړی


اعظم سواتي په اسلام آباد کې د سایبرکرائم ټنکېکل اسسټنټ  انیس الرحمن په مدعیت کې د پوځ په سر لښکر او د ادارو په ضد  مقدمې ثبت شوې وې
اعظم سواتي په اسلام آباد کې د سایبرکرائم ټنکېکل اسسټنټ  انیس الرحمن په مدعیت کې د پوځ په سر لښکر او د ادارو په ضد  مقدمې ثبت شوې وې

بلوچستان هایي کورټ په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف سېنېټر اعظم سواتي په ضد د ټولو مقدمو د بندولو امر کړی دی. د اعظم سواتي زوي د خپل پلار پرضد د مقدمې د ختمولو درخواست ورکړی و.

د بلوچستان هایي کورټ د اعظم سواتي په ضد په صوبه کې درج د ايف آئي آرونو د ختمولو امر ورکړو او پولیسو ته یې وویل که چیری د هغه په ضد د بل جرم مقدمه نه وي نو هغه دې خوشی کړل شي.

د اعظم سواتي زوي د پلار پرضد د مقدمو د ختمولو درخواست کړې و. د اعظم سواتي په ضد د کچلاک، حب او په ژوب کې پېنځو سيمو کې مقدمې ثبت شوي.

د بلوچستان پوليسو اعظم سواتي د اسلام آباد څخه کوټې ته ځانګړي جهاز کې راوستی و.

د اعظم سواتي وکيل نصب الله ترین وویل چې د بحث ورسته عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې دغه مقدمې ختم کړې.

اعظم سواتي په اسلام آباد کې د سایبرکرائم ټنکېکل اسسټنټ انیس الرحمن په مدعیت کې د پوځ په سر لښکر او د ادارو په ضد مقدمې ثبت شوې وې.

د بلوچستان هایي کورټ جسټس هاشم کاکړ د اعظم سواتي د مقدمې اوريدنه وکړه.

عدالت ته سرکاري وکیل آصف ریکی د پولیسو د پلټنو افیسر آسد ناصر او اعظم سواتی زوی عثمان سواتي وړاندې شو

د اعظم سواتی وکیلان سید اقبال شاه او نصب الله ترین هم موجود وو.

پولیسو له عدالت څخه د ده نورو ورځو د ریمانډ غوښتنه وکړه، عدالت وویل چې د نور ریمانډ ضرورت نشته.


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG