لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خضدار: چاودنه کې دوه تنه وژل شوي، پينځه ژوبل


File Photo
File Photo

د پاکستان د بلوچستان صوبې په خضدار ښار کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان تنه وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.‏ د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، چاودنه د خضدار ښار په مرکزي چوک عمر فاروق چوک کې شوې ده.‏

پوليسو په چاودنه کې د دوو تنو د وژلو او پينځو ژوبلېده تاييد کړي او دعوه یې کړې ده چاودېدونکي مواد په موټر سايکل کې ځای په ځای شوي وو.‏ د پېښې زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې. ‏

د بلوچستان صوبې وزیراعلا سرفراز بګټي د خضدار په چاودنه کې د مرګ ژوبلو شمېره نه ده ويلې خو په اېکس (پخواني ټویټر) ویلي، ‏ ‏"په بلوچستان کې که خبره د بې ګناه خلکو او شربت خرڅوونکو لارويانو د وژلو پورې راورسېده، نو بېلتون خوښي ترهګر دې د بلوچیت نوم اخستل ‏پرېږدي".‏
هغه زیاته کړې، "د ترهګرۍ هره پېښه ثابتوي چې د بلوڅ قوم او د هغوی د مستقبل دښمن هغه دی څوک چې په بلوچستان کې د اور او وینې لوبه کوي".‏

په شپږم اپرېل د پاکستان پوځ دعوه کړې وه، د پينځم او شپږم اپرېل په مینځنۍ شپه کې یې د بلوچستان صوبې په پنجګور ضلع کې د استخباراتو په ‏اساس عمليات کړي او دوه ترهګر یې وژلي وو.‏

په ‏‎31‎م مارچ د بلوچستان صوبې په د ګوادر ښار څخه خواوشا ‏‎25‎‏ کلوميټره لرې د سيجې په غرونو کې د سړک په غاړه اېښودل شوي بم چاودنه کې دوه ‏عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.‏
له دغې يوه ورځ وړاندې د (مارچ په 30مه) د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي او دوکۍ ضلعو په سرحدي سیمه وړیخه کې د ماړي پټروليم ګېس ‏کمپنۍ پر کارمندانو بم چاودلی چې په نتيجه کې يې يو تن وژل شوی او 14 ټپي شوي وو. د دې بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول ‏شوې ډلې بي ايل اې منلې وه.‏

د مارچ په 26مه د بلوچستان تربت کې د پاکستان د هوايي ځواک "نيول فورس" پر هوايي ډګر ډليز وسلوال بريد شوی وو.‏ په دغه برید کې د ايف سي ځواک دوه عسکر وژل شوي او د عسکرو په ځوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي وو. بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې ‏بلوچ لیبریشن ارمي مجيد بريګېډ د برید زمه واري منلې وه‎.‎
د مارچ په 20مه د مکران ډویژن په ګوادر ضلع کې د ګوادر پورټ اتهارټۍد استوګنې په کمپلیکس حمله شوې،دوه عسکر پکې وژل شوي او ځينې ‏ټپيان شوي وو.‏

هغه وخت چارواکو ويلي وو، په ځوابي ډزو کې يې اته وسلوال بريدګر وژل شوي وو. د دغې برید زمه واري هم د بي ايل اې تنظيم مجيد بريګېډ نومې ډلې ‏منلې وه.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG