لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: وکيلانو د مولانا هدايت الرحمان د ګرفتارۍ خلاف احتجاج کې د عدالتونو نه بايکاټ اعلان کړی


د بلوچستان بار کونسل د کمېټۍ غړي وکيل محمد ايوب ترين وي او اې ډيوه ته وويل د جمعې په ورځ د "حق دو تحريک" مشر عدالت ته ورغلی و چې خپل ضمانت وکړي خو  په هم دې وخت کې پوليسو  هغه د عدالت په حد کې دننه ونيولو
د بلوچستان بار کونسل د کمېټۍ غړي وکيل محمد ايوب ترين وي او اې ډيوه ته وويل د جمعې په ورځ د "حق دو تحريک" مشر عدالت ته ورغلی و چې خپل ضمانت وکړي خو  په هم دې وخت کې پوليسو  هغه د عدالت په حد کې دننه ونيولو

د بلوچستان د وکيلانو تنظيم بلوچستان بار کونسل ګوادر دپاره د حق غوښتونکي تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان د ګرفتارۍ غندنه کړې او ويلي يې دي چې د ګوادر له ضلعي عدالت څخه د هغه نیول کېدل د عدالت سپکاوی او غیرقانوني ګام دی.

د بلوچستان بار کونسل د کمېټۍ غړي وکيل محمد ايوب ترين وي او اې ډيوه ته وويل د جمعې په ورځ د "حق دو تحريک" مشر عدالت ته ورغلی و چې خپل ضمانت وکړي خو په هم دې وخت کې پوليسو هغه د عدالت په حد کې دننه ونيولو.

ښاغلي ترین وویل د عدالت دننه څخه د مولانا هدایت الرحمان د ګرفتارۍ خلاف احتجاج به وکیلان د خالي، شنبې، په ټوله صوبه کې له عدالتي کاروايي بايکاټ کوي.

د ايوب ترين په خبره، " په عدالت دننه حد کې پر پوليس د چا د نيولو قانوني بنديز دی، ځکه چې هغه له عدالت څخه ضمانت اخيستلو لره راغلی وي، عدالت يوه ازاده اداره ده، هغه( مولانا هدايت الرحمان) د ضمانت لپاره په عدالت کې وو، پوليسو د کور څخه نيولی شو، پر لاره يې نيولی شو خو په هغه يې له خپل حق څخه محرومه کړی، ځکه بلوچستان بار کونسل په ټوله صوبه کې هړتال کړی".

ګوادر ته د حق غوښتنې تحريک مشر مولانا هدايت الرحمان او د هغه د تحريک د ګڼ شمېر نورو غړو پر ضد 48 مقدمې درج شوي دي چې پکې قتل، د حکومت پر ضد خلکو د را پارولو او سرکاري ودانيو ته د تاوان رسولو مادې شاملې دي.

مولانا او ملګرو يې د پوليسو له لوري لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د مولانا په شمول د تحريک تر 40 زياته غړي د کوټې او صوبې په نورو جېلونو کې بند دي.

د جمعې په ورځ مولانا هدایت الرحمان له نا مالومه ځای څخه په ګوادر کې له خپلو ملګرو سره عدالت ته تللی وو چې د ګوادر په عدالت کې د جج مخ ته ځان حاضر کړي او په خوښه ځان پولیسو ته حواله کړي خو د ګوادر پولیسو هغه د عدالت تر پېشۍ مخکې نیولی وو.

د مولانا هدايت الرحمان او د هغه د ملګرو د نيولو په اړه د بلوچستان د اطلاعاتو وزير ميټا خان کاکړ د کوټې د مطبوعاتو په کلب کې په خبري کانفرنس کې ویلي چې که چري داسي خلک چې د ګوادر په څېر تجارتي مرکز ته تاوان رسوي نو ضرور به قانوني چلند ورسره کيږي.

هغه په د جمعې په ورځ د خبريالانو سره په خبرو کې وويل " مولانا ته هم پکار دي چې د ملک او صوبې په دې حالاتو کې د صبر څخه کار واخلي، که دوی لويي لارې بندوي چينايي وګړي کار ته نه پرېږدي او بند یې ساتي، خامخا به نیول کېږي، د وزیر اعلا له لوري ددوی لپاره له ايران سره سرحدي تجارت خلاص شو، کاروبارونه ورته جوړ کړل شول خو ددې ټولو برسيره هغه په خپل سر کار کوي او لارې تړي، په داسي حال کې به څوک وغواړي چې په پاکستان کې پانګونه وکړي ؟".

د پوليسوتر نیولیو مخکې مولانا هدایت الرحمان په يوه ويډيو کې ويلي،

" زه به ټولو مقدمو ته مخامخ شم، د یوه احتجاج چې شل مقدمې پر ما او ملګرو درج کړل شوې د ټولو لپاره حاضر یم، موږ عدالت ته وایو چې موږ ګیس، بجلۍ غوښتې، د بلوچستان ساحل له ټرالر مافیا څخه خلاسول غوښتل، په تربت او پنځګور کې له یوې ګاډۍ څخه 7000 روپۍ رشوت اخیستل کېږي، بته خوري دي بنده شي، په سپينه ورځ د منشیاتو کاروبار کېږي دا دې بند شي، موږ چیک پوسټونه نه غواړو، موږ ته مکتب او استاد راکړئ، موږ روغتون او نور بنیادي انساني حقوق غواړو موږ عسکر نه، پروفېسر غواړو، نو دا ګناه ده چې موږ کړې؟ موږ د ریاست خلاف نه یو، د ایین په رڼا کې مو احتجاج کړی".

د2022م کال د دسمبر پر 24مه د حکومتي پلاوي او د تحريک د مشرانو خبرې اترې له ناکامه شوې، د تحريک غړي تور پورې کوي چې په 26 دسمبر د ګوادر پوليسو په زوره د دوی پرلت ختم کړ او د تحريک غړي يې ووهل او له ځانه سره يوړل.

خو پوليسو دا تورونه رد کړي او ويل شوي چي ګوادر ته حق غوښتنې تحريک حکومتي ودانيو ته تاوانونه رسولي وو، د ګوادر بندر لويه لار يې بنده کړې وه او پر پوليسو يې ډزي کړي وې چې په خبره يې يو پوليس عسکر هم پکې وژل شوی وو.

خو د تحريک له لوري د پوليسو تورنه رد شوي او پوليس يې د تحريک د يوه غړي په وژنه تورن کړي وو.

ګوادر ته د حق غوښتنې تحريک او د پوليسو ترمينځ د نا امنۍ له پېښو پس په ګوادر ضلع کې د يوې مياشتې لپاره دفعه 144 لګول شوې ده چې ترمخه یې خلک په یو ځای کې ګڼه نه شي جوړولی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG