لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رحمان ملک وائي د امنیت ټينگښت لپاره به هره اونی د بلوچستان سفر کوي


رحمان ملک په اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل د صدر اصف علی زرداري په امر به د امنيت د ټينگښت لپاره به هره اونی د کوئټه ښار سفر کوي
رحمان ملک په اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل د صدر اصف علی زرداري په امر به د امنيت د ټينگښت لپاره به هره اونی د کوئټه ښار سفر کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک د جمعې په ورځ ویلي دي حکومت یې بلوچستان صوبې کې د امنیت پرځاې کولو لپاره کوي گامونه پورته کوي.
ښاغلي ملک په اسلام اباد کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت وویل د صدر اصف علی زرداري په امر به د امنيت د ټينگښت لپاره به هره اونی د کوئټه ښار سفر کوي.
نوموړري زیاته کړه د یو سازش له مخې د شېعه مسلمانانو په وژنه کې د پاکستان پرضد قوتونه لاس لري او حکونت به دغه خلکو سره د سختې سره پېښ کېږي.
ښاغلي ملک ادعا وکړه چې د حکومت د هڅو په نتیجه کې په صوبه کې د اغوا پېښې کمې شوي دي.
روانه میاشت په لومړۍ اونۍ کې د بلوچستان صوبې پايتخت کوئټه کې په شيعه مسلمانانو د نامعلومو وسله والو بريد کې لږ ترلږه 14 کسان وژل شوي وؤ.
د وژل شوؤ کسانو تعلق د شيعه هزاره ورورولۍ سره ؤ.
تيره مياشت د پاک ايران پولې څخه سفر کوونکي شيعه زائرين په مستونگ ضلع کې په نخښه کړل شوي او په دغه بريد کې 26 کسان وژل شوي وؤ.
غيرقانوني لشکرجهنگوي د دغه پيښې ذمه واري قبوله کړې وه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG