د بلوچستان حکومت د ملګروملتونو د خوراک د پروګرام د څانګې په مرسته داسې درې کلنه منصوبه پېل کړې چې ترمخې به يي د بلوچستان په نهه ضلعو کې د خوراک د کمي سره مخ ماشومانو او حامله ښځو سره مرسته کيږي.
دغه پروګرام چې وړاندې د بلوچستان د اووه ضلعو لپاره وو اوس پکې پشين او نوشکي ضلعې هم شاملې شوي دي
د بلوچستان حکومت دوه کاله وړاندې دغه منصوبه د نړي وال بېنک او د اسټريليا د حکومت سره په ګډه شروع کړی وو چې وړاندې یوازې د بلوچستان د اووه ضلعو لپاره و.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک د اداې ډاېرکټر وايي په بلوچستان کې په پنځه ؤ کې څلور کسان د خوراک دکمي سره مخ دي ځکه دوي په دغه سيمو کې د مېندو او ماشومانو د مرستو پروګرام جاري ساتلو ژمنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو رپورټ وايي په بلوچستان کې۵۰ فیصد ماشومان د خوراک دکمي سره مخامخ دي چې لکبله يي د اکثرو ماشومانو ونه یا قد ټيټ پاتې کېږي.
په دغه صوبه کې ١۴ فیصد خلک د خوراک د کمي سره مخامخ دي.
د بلوچستان د صحت اداره وايي په صوبه کې ٧٠ فیصد ماشومان او دريمه برخه حامله ښځې د خوراک د کمي سره مخ دي.
بلوچستان په قدرتي زيرمو ډکه د رقبې په لحاظ د پاکستان ترټولو لويه صوبه ده چې اکثر وګړي يي د پاکستان د مرکزي حکومت نه ګيله مند دي چې دوي ته په خپلو وسایلو کې برابره برښه نه ورکړی کيږي.
په دغه صوبه کې د بدامنۍ او بې روزګارۍ لکبله اکثره خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او د ښه غذايت خوراک د اخستلو توان نه لري او رپورټونه وايي په ټول پاکستان کې د خوراک د کمي سره مخ ۲۰ ؤ ضلعو کې ۱۰ ضلعې په بلوچستان کې دي.