لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د ورستیو حملو تحقیقات روان دي


کېچ د مکران ډویژن برخه ده. مکران ډویژن د بلوچ اورپکو تر ټولو کړکیچنه سیمه ګڼل کیږي. دلته د بد امنۍ پېښې ډېرې زیاتې دي. هم په مکران ډویژن کې د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ د لوی لارې مرکز ګوادر هم موجودیت لري
کېچ د مکران ډویژن برخه ده. مکران ډویژن د بلوچ اورپکو تر ټولو کړکیچنه سیمه ګڼل کیږي. دلته د بد امنۍ پېښې ډېرې زیاتې دي. هم په مکران ډویژن کې د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ د لوی لارې مرکز ګوادر هم موجودیت لري

چارواکي وايي چې تیره ورځ د بلوچستان د بولان او کېچ په سیمه کې امنیتي ځواکونو د حملو پلټنې روانې دي او تر اوسه پورې په دې لړ کې څوک نه دي نیول شوي.

بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې ویلي ځینې بهرني قوتونه په بلوچستان کې بدامني جوړوي. "دا د بعضو قوتونو په مفاد کې نه ده. ځکه نه یوازې په افغانستان کې د حالاتو د خرابوولو کوښښونه کولی شي او کېږي به، بلکې پاکستان هم هدف جوړولی شي."

د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې میرضیا لانګو وویل دوی سره ثبوت موجود دی چې په بلوچستان کې د حملو منصوبه سازي د هغه په قول "په بهارت کې کیږي." خو اردو څانګه وايي د کوښښونه پرته هم د هندوستان عکس العمل مخې ته رانغلو خو هندوستان همیشه دا دریځ خپل کړی دی چې په بلوچستان د دغه ډول پېښو سره هیڅ تعلق نه لري.

په بلوچستان کې د تشدد د ورستیو پېښو، په کوم سیمو کې چې دغه پېښې شوي دي او په بلوچستان کې فعاله ګڼل کېدونکو ډلو په اړه د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور دا رپورټ تیار کړی دی:

د بلوچستان پیر غایب د سیاحت دپاره یادیږي

تیره ورځ د بولان د مچ د پېر غایب په سیمه کې د حملې ذمه واري یونایټېډ بلوچ ارمي منلې ده. دغه ډلې ویلي امنیتي ځواکونو د تېلو او ګېسو کمپنۍ په حفاظت ګمارل شوي وو.

د پیر غایب دغه سیمه کوټې نه ۷۵ کلومېټر په واټن په شمال ختیځ کې د بلولان په دره کې پرته ده. د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور د کوټې څخه په خپل رپورټ کې وايي چې دغه سیمه د سیاحت دپاره هم مشهوره ده او دغلته په غرونو کې قدرتي ابشارونه هم موجود دي.

په پیرغایب کې په امنیتي ځواکونو دغه حمله د سږ کال تر ټولو لویه د تشدد پېښه ګنل کیږي.

په پیر غایب کې معدني وسایل

د بولان په دغه سیمه کې د بلوچو د اورپکو د نا امنۍ پېښې د ډیرې مودې راهسې دوام لري. په دغه سیمه کې په اور ګاډو باندې بریدونه، مسافر د ګاډو څخه راښکته کول او د هغو وژنې هم مخې ته راغلي دي. خو اوس چارواکي وايي په دغه سیمه کې د ناامنۍ پېښې ډیرې راکمې شوي دي.

د بولان په سیمه کې د معدني وسایلو زیرمې هم موجودیت لري. دغلته یو شمېر شرکتونه د تېلو او د ګېسو د لټې کار بیا پېل کړی دی.

خبریال حمید سمسور وايي په پیرغایب کې په امینتي ځواکونوحمله دوهمه مهمه پېښته ده چې دا میاشت په بلوچستان کې رامنځته کیږي. د دې نه وړاندې د کیچ په بلېده سیمه کې په ملېشیا قواو باندې برید وشو چې ۱۲ ورځې لمخه و. په دغه پېښه کې د یومېجر په شمول شپږ امنیتي عسکر وژل شوي وو.

تیره ورځ د ناامنۍ دویمه پېښه د ایران سرحدي پولې سره جوخت په ضلع کیچ کې رامنځته شوي وه. ددغې بېښې مسولیت لېبرېشن فرنټ په سر اخیستې و.

مکران او د وسله والو فعالیتونه

کېچ د مکران ډویژن برخه ده. مکران ډویژن د بلوچ اورپکو تر ټولو کړکیچنه سیمه ګڼل کیږي. دلته د بد امنۍ پېښې ډېرې زیاتې دي. هم په مکران ډویژن کې د پاکستان او چین د اقتصادي راهدارۍ د لوی لارې مرکز ګوادر هم موجودیت لري. بلوچ وسله وال د دغې پروژې ډیر سخت مخالفت کوي. دوی دریځ لري چې دا به بلوڅ په لږه کیو کې بدل کړي.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان او د کورنیو چارو وزیر د دِغو دواړو پېښو غندنه کړی ده.

په بلوچستان کې وسله والې ډلې

څیړنکاران وايي په بلوچستان کې قریباً ۱۴ بلوچ وسله والې ډلې فعال دي چې په دوی کې تر ټولو مهم بلوچستان لېبرېشن فرنټ دی. د دې مشري ډاکټر الله نظر بلوڅ کوي . دا د بلوچستان په مکران ډویژن کې ډیره فعال ده. د ایران په سرحدي پولو باندې هم خپل عملیات ترسره کوي.

خبریال حمید سمسور وايي د بلوچستان لېبرېشن فرنټ وروسته په دویمه تر ټولو مهم بي اېل ای ده. چارواکي تور لګوي چې دا د خېر بخش مري له لوري جوړه کړی شوي ده چې اوس د دې مشري د ده زوی هربیار مري کوي.دا ختیځ په بلوچستان کې، په کوهلو، لورالايي، هرنايي کې د ترهګرۍ پېښې ترسره کوي.

دریمه بیا بلوچ ریپبلیکن ارمي ده چې مشري یې د نواب اکبر بګټي نمسی برامداغ بګټي کوي. دا بلوچ وسله واله ډله هم د ډیرو خونړیو پېښو مسولیت یې په سر اخیستی دی. دا زیارته د ګازو په پایپ لاینو، په اور ګاډو او دغه ډول د پنجاب ایالت وګړي هدف کوي. بي ار ای په ډیره بګتي، سیوی، کوټه او نور یو شمېر سیمو کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

دا وخت د بلوچستان په یو شمېر سیمو کې تر ۵۰۰۰۰ زیات امنیتي عسکر خپل عملیات هم ترسره کوي.

څیړنکاران وايي چې د بلوچو په سیمو کې عملیاتو سوبه څخه یو شمېر وسله وال وژل شوي او ډیر یې بیا له ځان سره وړي هم دي. د بلوچو زیاتره دا وسله وال په بهرنیو ملکو کې میشت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG