لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې بې درکه خلک د تشدد ورسته ازاد کړی شي او یا یې مړي وموندل شي


په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسنگ پرسنز مشر ماما قدیر بلوچ
په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسنگ پرسنز مشر ماما قدیر بلوچ

په بلوچستان کې د انساني حقونو کارکونکي وايي په صوبه کې خلک د امنیتي ادارو په ولقه کې بې درکه شي، د سخت تشدد ورسته ازاد کړی شي او یا یې مړي ومونلی شي.

د کوټې په پرېس کلب کې گل، دوشنبې، په ورځ خبري غونډې ته په بلوچستان کې د بې درکه کسانو لپاره کارکونکې یوې میرمن چې د خپل تفظ په خاطر یې نوم نه څرگندول غوښتل وویل د بې درکه کسان لپاره د مرکزي حکومت کمیش مشر جاوید اقبال او یا د کمیشن بل کوم غړي نه خو د بلوچستان دوره کړي او نه یې د بې درکه کسانو په اړه د هغوي خپلو خپلوانو نه څه معلومات ترلاسه کړي دي.

دغه میرمن وویل غواړي چې د کمیشن مشر ته په بلوچستان کې د بې درکه شوو کسانو شمیرې، نومونه او نور معلومات ورکړي.

هم دې خبري غونډې ته وینا کې په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسسنگ پرسنز مشر ماما قدیر وویل په صوبه کې دا وخت ٣٥٥۴٠ بې درکه دي او د اته زره نه د زیاتو کسانو مړي موندل شوي دي. هغه وویل د صوبايي حکومت مامورین په دې اړه متضاد معلومات وړاندې کوي.

دا میاشت د پاکستان د سینیټ یا ایوان بالا د انساني کمیټۍ د بې درکه کسانو په اړه د کمیشن چارواکو سره لیده کاته وکړل. په دې موقع د انساني حقونو د کمیټۍ غړي سنیټر فرحت الله بابر پوښتنه وکړه چې ایا کمیشن خلکو د بې درکه کیدو په لړ کې څه افراد یا کومه ډله ذمه وار ټاکلي دي او ایا د چا خلاف په پولیس کې رپورټ درج شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه سنیټر فرحت الله بابر د کمیټۍ مشر پخواني جج جاوید اقبال ته وویل چې د هغه ٢٠٠٠ کسانو په اړه دې په دریو میاشتو کې کمیټۍ ته معلومات وړاندې کړي چې کمیشن وایې په درک لگولو کې یې کامیابی ترلاسه کړي ده.

ډان وايي جاوید اقبال د خلکو په بې درکه کیدو د تشویش څرگندونه وکړه او وې ویل په مطبوعات د بې درکه کسانو کره شمیره نه رپورټ کوي. هغه وویل د سږ کال د اگست د میاشت پورې ۴٣٨٥ کسان بې درکه وو چې پکې د ٢٨٩٩ کسانو قضيي حل شوي او په بقایا ١٣٨٦ بې درکه کسانو کې ٧٩٣ کسان په خیبر پښتونخوا کې بې درکه دي او ٢۴٧ په پنجاب کې بې درکه دي. د رپورټ ترمخه، جاوید اقبال څه رنگ چې ویل کیږي هغه داسې څه شواهد نه لري چې بې درکه کسان د حکومتي امنیتي ادارو په ولقه کې دي.

په کوټه کې د بې درکه کسانو د خبري کانفرنس په اړه نور تفصیل د حمید سمسور په رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG