لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د کمپاین په مهال د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې


د پولیو ناروغي ماشوم د ټول عمر لپاره په جسماني توگه معزوره کړي
د پولیو ناروغي ماشوم د ټول عمر لپاره په جسماني توگه معزوره کړي

د بلوچستان په ١٧ ضلعو کې د پولیو په ضد د وېکسین درې ورځنی کمپاین پیل شوی، چې پکې به تر پینځه کاله عمر لرونکیو ماشومانو ته له دې ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي. دا کمپاین په داسې وخت کې پیل شوی، چې پرون په دې صوبه کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه رپوټ شوې ده.

د بلوچستان غوندې د خیبرپښتونخوا په اوولسو ضلعو، قبایلي سیمو او د افغان کډوالو په کېمپونو کې هم د پولیو په ضد درې ورځنی کمپاین پیل شوی

په دې کمپاین کې به شاوخوا پېنځو لکو ماشومانو ته له پولیو ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي، چې په هغوی کې یواځې ۶۱۴، ۷۵، ۱۷ ماشومان د بلوچستان د ٢٠ سیمو دي.

په دغو سیمو کې بارکان، چاغي، جعفراباد، کلاسیف الله، لورالای، دوکۍ، موسی خېل، نصیراباد، ږوب، شېراني، جلمګسي، خضدار، لسبیله، مستونګ، نوشکي، ډېره بګټي او صحبت پور شاملې دي. د دې په ګډون په مرکز کوټه، پښین او کلاعبدالله کې هم ۵ ورځنی کمپاین تر سره کېږي

د بلوچستان د پولیو ضد کمپاین د بیړنیو عملیاتو د مرکز یا اي، او، سي مشر سید احمد فیصل وایي، د پولیو د روان کمپاین لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي، چې لېویز، پولیس عسکر او ملېشه ځواکونه د پولیو د وېکسین ډلو په امنیت ساتلو ګومارل شوي دي

ښاغلی فیصل وايي، په دې کمپاین کې د وېکسین ۶۷۶۱ ډلې کار کوي، د دې تر څنګ به ۵۹۳۴ ګرځنده ډلې هم پر ۴۸۰ ټاکلیو ځایونو او پر ۳۶۴ لویو لارو او پولو باندې ماشومانو ته له پولیو د ژغورنې څاڅکي ورکوي

سیداحمد فیصل وایي، د بلوچستان په فضا کې لا هم د پولیو وایرس شته او دوی اندېښمن دي چې کله هم هغه ماشومان ځنې اغېزمنېدای شي، چې د ناروغیو په وړاندې یې د مدافعت قوت کمزوری دی. وایي دا د کورنیو او د مور و پلار ذمه واري ده، چې د پولیو د وېکسین له ډلو سره خپلو ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو کې مرسته وکړي

د پولیو دا درې ورځنی کمپاین په داسې وخت کې پیل شوی، چې پرون د بلوچستان په کلاعبدالله سیمه کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه رپوټ شوې ده. د بلوچستان د روغتیا د ادارې چارواکي وایي، دا پېښه په ګلستان سیمه کې مخې ته راغلې او د شپاړسو میاشتو یو ماشومان له دې ناروغۍ اغېزمن شوی دی، چې وایي مور و پلار یې د څاڅکو له ورکولو انکار کړی وو.

کلاعبدالله ضلع د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په حواله حساسه سیمه ګرځول شوې، چې هر کال پکې ماشومان د دې ناروغۍ ښکار کېږي او لوی سبب یې د پولیو د څاڅکو په اړه د خلکو نه پوهېدل او خپلو ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار کول دي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال په ټول پاکستان کې د پولیو اته مثبتې پېښې رپوټ شوې دي، چې په هغوی کې درې یې د بلوچستان دي. د روان کال په جولای کې هم په کلاعبدالله سیمه کې د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه، له هغه وروسته په ږوب سیمه کې او اوس تازه بیا په کلاعبدالله کې یو ماشوم د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ معذوره کړ.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG