لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکی: دوه بې درکه کسان کوټه کې کورونو ته ستانه شوي دي 


په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو فعالان وايي په رزګونو کسان په صوبه کې بې درکه دي. د بې درکه کسانو خپلوان په امنیتي ادارو د خپلوانو د نیولو الزام پورې کوي خو حکومت او پوځ دغه خبره ردوي
په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو فعالان وايي په رزګونو کسان په صوبه کې بې درکه دي. د بې درکه کسانو خپلوان په امنیتي ادارو د خپلوانو د نیولو الزام پورې کوي خو حکومت او پوځ دغه خبره ردوي

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي د بې درکه کسانو په اړه د وفاقي حکومت د کمېشن اورېدنې ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې د کوټې دوه بې درکه کسان کورونو ته ستانه شوي دي.

په کوټه کې د بې دکه خلګو په اړه د کمېشن اروېدنه دسول سکېټرټريټ په جمالی اډېټوريم کې پيل شوه.

د بلوچستان د هايي کورټ یا اعلا عدالت پخوانی چيف جسټس فضل الرحمن بازی د بې درکه کسانو په اړه د مرکزی حکومت د کمېشن د قضيو اورونه کوي.

د بلوچستان د هوم ډپارټمنټ یا د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي عدالت ته وويل چې د کوټې دوه کسان خپلو کوروته رسېدلی دي.

د وي او ای ډیوه د خبریال ترمخه، د هوم ډپارټمنټ چارواکي کورونو ته د ستانه شویو کسانو په اړه نور معلومات شریک نه کړل چې دوی د کله راهسې بې درکه وو؟ چېرته وو؟ او د چا په ولکه کې وو؟

د وفاقي حکومت د کمېشن د اورونې په لومړۍ ورځ د 13 بې درکه کسانو قضيي واورېدل شوي. کمېشن چې د کومو بې درکه کسانو په اړه اورونه وکړه په هغو کې د کوټې، چمن او مستونګ اوسېدونکي شامل دي.

دغه کمېشن به د اکتوبر د مياشی تر 30 نېټې پورې د 117 بې درکه کسانو په اړه سماعت کوي.

بلوڅ ملتپاله ګوند بی این پی (مېنګل ) د تحریک انصاف سره شپږ نکاتی تړون لاسلیک کړې و. په شپږو ټکو کې د ورک شویو کسانو بیرته راخوشي کېدل هم شامل وو.

د دغه ګوند د مخالفی ډلی سره اړه لرونکی پخوانی سېنېټر ثناء بلوڅ وايي بې درکه کسانو په اړه د تحریک انصاف او د بي اېن پي په پرېکړه عمل نه دی شوی او هم د دې لکبله دوی په مرکز کې د تحريک انصاف ملاتړ اوس نه کوي.

د بلوچستان اعلی وزير جام کمال خان ویلي په تېرو دریوکلونو کې د 300 نه زیات کسان راخوشي شوي دي.

په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو فعالان وايي په رزګونو کسان په صوبه کې بې درکه دي. د بې درکه کسانو خپلوان په امنیتي ادارو د خپلوانو د نیولو الزام پورې کوي خو حکومت او پوځ دغه خبره ردوي.

د بې درکه کسانو په اړه د وفاقي حکومت کمېشن د بې درکه کسانو شمېره د زرګونو په ځای په سلګونو کې څرګندوي او وايي ګڼ شمېر کسان د کمېشن په کوښښونو کورونه ته ستانه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG