لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې ټول کال په ځیني ټرانزټ مرکزونو وېکسین ورکړل کیږي: چارواکي


د بلوچستان سرښار کوټه کې روغتيايي چارواکي وايي، چې صوبه کې د پوليو ضد کېمپین په مهال شپږ سوه ټرانزټ مرکزونه کار کوي، خو په ځیني مرکزونه کې بیا ټول کال ماشومانوته وېکسین ورکړل کیږي.

د کوټې په لويديځه څنډه بای پاس هم دغه شان یو مرکز هره ورځ سلګونه هغه ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي، چې دلته له نورو سيمو راځي او ياهم له دې ځايه کومې بلې سيمې ته سفر کوي.

د مستقل ټرانزټ مرکز ويکسينېټر مهرالله خان وايي، د جبل نور غره په لمن کې جوړ له دې تمځای يا اډې هره ورځ د بلوچستان او پاکستان ګوټ ګوټ ته خلک سفر کوي، خو د روژې له راتګ سره د خلکو ګڼه ګوڼه نوره هم زياته شوې ده.

٬٬ دا د کوټې جبل نور ټرانزټ مرکز دی، د ټول پاکستان، د راولپنډۍ، لاهور او هرې سيمې ټرانسپورټ له دې ځايه ځي. موږ زياتره د پښتون مېشتو سيمو پښين، خانوزۍ، ږوب او لورالايي سيمو ماشومانو ته قطرې ورکوو. دلته څلور پوليو ټيمونه کار کوي. د مازيګر ټيم کراچۍ، اسلام اباد ته تلونکي ماشومان ويکسين کوي .،،

په بلوچستان کې پر لويو لارو جوړ پر ټرانزټ مرکزونو د ماشومانو د ويکسين په وخت کې د ټرانسپورټ خاوندانو رول هم ډېر مهم وي. د هغو په مرسته ماشومان د پوليو پر ضد ويکسين کېږي. د هنې سيمې اوسېدونکی عبدالرازق هم يو له هغه ټرانسپورټرانو دی، چې د ماشومانو د ويکسين پر مهال د پوليو ټيمونو کومک کوي.

٬٬ زه د هنه اوړک اوسېدونکی يم. د پوليو ټيم له ډېره وخته دلته کار کوي. زه په دې ا‌‌ډه کې کار کوم. دلته د پوليوټيمونه په ډېره ښه توګه کار کوي. د هر ماشوم نوم، ادرس ليکل کېږي، او بيا ويکسين کېږي. که کوم څوک قطرې نه ورکوي هغه په ډېره ښه طريقه اماده کېږي چې خپل ماشومان ويکسين کړي.،،

په بلوچستان کې پر لويو لارو جوړ مستقل د ويکسين مرکزونو ته پي ټي پي ويل کېږي، چېري چې هر وخت پوليوکارکوونکي ماشومان ويکسين کوي. داسي ټرانزټ مرکزونه د بلوچستان، سند، پنجاب او خيبرپښتونخوا پر ټولو لويو لارو جوړ شوي دي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG