لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان قبایلي مشران: په لېرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو فعالېدل د پولیو کمپاین ته ګټه رسوي


د بلوچستان قبايلي مشران وايي، که حکومت د ايالت د لري پرتو کليوالو سيمو روغتيايي مرکزونه فعال کړي، د خلکو باور به زيات او د پوليو کيمپېونونه به نور هم په ښه توګه سرته ورسېږي.

د مېختر سيمې قبايلي مشر ملک سعد محمد حمزه زی وي او اې ډيوه ته وايي، چې په سيمه کې يې روغتيايي مرکزونه فعال نه دي، خو دوی بيا هم له پوليو ټيمونو سره بشپړه همکاري کوي، چې هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او هغه له ګوزڼ ناروغۍ خوندي وساتي.

"زموږ په سيمه کې د پوليو کار په ښه توګه ترسره کېږي. خو حکومت بايد د پوليو ترڅنګ زموږ نورو روغتيايي ستونزو ته هم پام وکړي. د سيمې ټول خلک بايد له ټيمونو سره همکاري وکړي، چې ټول ماشومان ويکسين شي."

په کوټه کې د پوليو د کميونيکېشن څانګې يو چارواکی خالد کاسی وايي، چې د روغتيايي مرکزونو فعال کېدل د حکومت او صحت محکمې مسووليت دی. خو البته د سيمې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو په پوليو کيمپېن کې رول ډېر مهم دی، ځکه چې پولیو سيمه يزه نه بلکې يوه نړيواله مسئله ده.

"په بلوچستان کې په تېرو اتو لسو کلونو کې اوس مهال تر ټولو لږ رفيوزل يا انکاري خلک ريکارډ شوي دي. دا د سيمې د قبايلي او مذهبي مشرانو د مرستې نتيجه ده. موږ هڅه کوو چې د قبايلي مشرانو په کومک کيمپېونونه سرته ورسوو او د انکاري خلکو تر څنګ پوليو وايرس هم له ايالت څخه ختم کړو."

په بلوچستان کې تر هر پوليو کيمپېن وړاندې د قبايلي مشرانو او ديني عالمانو يوه غونډه يا سيمينار کېږي، چې په کې يو شمېر مشرانو ته د ګډون بلنه ورکول کېږي. قبايلي او مذهبي مشران بيا په کيمپېن کې له ګرځنده ټيمونو سره ګډ کار کوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG