لاس رسیدونکی لینک

 
په کوټه کې د هزاره ټولنې غړو احتجاج د ختموولو او د خپلو مړو د ښخوولو اعلان کړی
تازه خبر

په کوټه کې د هزاره ټولنې غړو احتجاج د ختموولو او د خپلو مړو د ښخوولو اعلان کړی


د کوټې پر مغربي بای پاس احتجاجي پرلت پس له هغې پيل شو چې د بلوچستان د بولان مچ په سيمه کې د دې مياشتې پر دويمه نېټه وسلوالو د مچ په کوله کانونوکې کارکونکي لس د هزاره ټولنې غړي ووژل. داعش وسله والې ډلې د دغه کسانو د وژلو ‌ذمه واري ومنله
د کوټې پر مغربي بای پاس احتجاجي پرلت پس له هغې پيل شو چې د بلوچستان د بولان مچ په سيمه کې د دې مياشتې پر دويمه نېټه وسلوالو د مچ په کوله کانونوکې کارکونکي لس د هزاره ټولنې غړي ووژل. داعش وسله والې ډلې د دغه کسانو د وژلو ‌ذمه واري ومنله

په کوټه کې د حکومت او د هزاره ټولنې احتجاجي پرلت کوونکو مذاکرت کامیاب شوي او حکومتي چارواکي وايي د احتجاج کوونکو غوښتنې يې منلي دي.

احتجاج کوونکو له تېرو شپږو ورځو راهسې د بلوچستان د مچ په سيمه کې د وژل شويو خپلو مړو د جسدونو ترڅنګ په احتجاج ناست وو.

د شيعه مذهبي ګوند مجلس وحدت مسلمين جنرل سيکرېټري ارباب لياقت په خبره احتجاج کوونکو خپل پرلت د ختموولو او د وژل شویو کسانو مړي د ښخوولو اعلان وکړو.

د کوټې پر مغربي بای پاس احتجاجي پرلت پس له هغې پيل شو چې د بلوچستان د بولان مچ په سيمه کې د دې مياشتې پر دويمه نېټه وسلوالو د مچ په کوله کانونوکې کارکونکي لس د هزاره ټولنې غړي ووژل.

داعش وسله والې ډلې د دغه کسانو د وژلو ‌ذمه واري ومنله.

د دې وروسته د مجلس وحدت مسلمين او د وژل شویو کورنيو سره له لسو جنازو احټجاجي پرلت شروع کړو.

احتجاج ته د وينا پر مهال د پاکستان مزکري وزير علي زيدي په خپلو خبرو کې وويل په لومړي ځل د تحريک انصاف حکومت له هزراو سره ليکلې معاهده وکړه چې پکې د احتجاج کوونکو غوښتنې منل شوي دي.

د علي زيدي په خبره د معاهدې اول شرط خو عملي شوی هم دی او کومړ زمه وارو افسرانو چې غفلت کړی معطله کړل شوي دي، د مچ د پيښې د پلټنې لپاره به کميشن جوړيږي، کميشن به په تېرو دويشتو کلونو کې پر هزاره ټولنې د بريدونو د پيښو پلټنې کوي او پر هزارو په بريدونو کې د ککړو ترهګرو پرضد به د سزا جزا عمل ګړندی کوي او د هزارو د لادرکه کسانو معلومات به کوي ۔

د بلوچستان حکومت به د وژل شویو کسانو کورنيو ته پنځلس لکه روپۍ ورکوي ،ايالتي حکومت او وفاقي امنيتي ادارې به د امنيت خوندي ساتلو لپاره د سيکورټي پلان ته بيا کتنه کوي ، په بلوچستان کې به د کويلې په کانونو کې کارکوونکو هزاره شيعه ګانو د حفاظت پلان به ترتيبه وي ، د هزارو د پاسپورټ او شناختي کارډ د ستونځو د حل لپاره به د پاسپورټ او نادره دفترونه خصوصي کمېټي جوړوي.

علي زيدي زياته کړه د هغه په محکمه کې به د وژل شویو و ماشومانو ته تعليمي سکالرشپ ورکوي ۔

له کاميابه مزاکراتو وروسته د بلوچستان اعلا وزير جام کمال و احتجاج کونکو ته په خپله وينا کې کې وويل نور بس دی نوردا حالت بس دی ، نور به داسې فيصلې کوي چې فيصلې د قامونو حالت بدلوي ۔ "ډېرې زياته ستونځې دي ، په تېرو وختونو کې شايي موږ ډېر سنجيده نه وو يا قصدا مو کړي يا به مو د ضرورت لپاره ډېر څه په سوچ سمج سره کړي وي ،خو اوس د دې شيانو د کولو هيڅ امکان نشته ۔موږ خپل ځان خپل ښار ، خپل قام او خپل وطن پر مخ بول دي موږ ته ډيرې داسي فيصلې کول دي کومې فيصلې چي د قامونو تقديرونه او د قامونو حالات بدل کړي"۔

پر دې موقع د پاکستان د سېنټ مرستيال مشر قاسم سوري په خپله وينا کې وويل چې د پاکستان وزير اعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه به هم د وژل شویو له کورينو سره د غم رازي لپاره ډېر ژر کوټې ته راشي.

ياده دي وي چې عمران خان ويلي وو چې احتجاج کونکي دي مړې ښخ کړي بيا به کوټې ته ورشي ۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG