په مرکزي بنګله دېش کې د دوو بېړو د ټکر کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شوي دي.
پولیس افسر میراز حسین ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې د پېښې نه پس امدادي کارکوونکو ۲۵ مړي د اوبو نه راوېستل.
د پولیس په قول د شپچار کلي سره نژدې په پدما دریات کې د مسافرو بېړۍ چې ۳۰ کسان په ناست وو د بل بېړۍ سره ټکر شوه چې شګه یې وړله. د پېښې وروسته ګڼ شمېر کسان بې درکه شوي دي.
ای اېف پي وايي په بنګله دېش کې په دریابونو کې د بېړیو حادثې په عامه توګه رامنځته کېږي چې ماهرین یې ناقص حفاظتي انتظامات او په بېړیو کې د ګنجایش نه د زیاتو کسانو سورېدل د دغه حادثو ذمه وار بولي. هغه بېړۍ چې شګه وړي زیاتره ډېرې ټېټي وي او په خراب موسم کې د لېرې په صفا ډول نه ښکاري.
د اپرېل په شروع کې په یوه بېړۍ کۍ ۳۰ کسان په داسې حال کې مړه شول چې بېړۍ د بلې بېړۍ سره د نیارنګنګ ښار سره نژدې ټکر شوه.
تېر کال د جون په میاشت کې ۳۲ کسان د سرښار ډهاکه سره نژدې په یوه بېړۍ کې مړه شول.
د ۲۰۱۵ په فېبرورۍ کې ۷۸ کسان د بېړۍ په حادثه کې مړه شول.