لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله ديش انگلينډ ته په دوؤ وکټو ماتې ورکړه


بنگله ديش انگلينډ ته په دوؤ وکټو ماتې ورکړه
بنگله ديش انگلينډ ته په دوؤ وکټو ماتې ورکړه

د کرکټ ورلډ کپ 2011ء دگروپ بي ميچ کې کوربه ټيم بنگله ديش انگلينډ ته ديوې سختې مقابلې څخه وروستو په دوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.
په چټاگانگ کې ترسره شوي ميچ کې انگلينډ دبنگله ديش په ضد دلسو وکټو په تاوان په 49.4ؤ اورونو کې 225 رنز جوړ کړي وؤ چې بنگله ديش داتوؤ وکټو په تاوان په 49ؤ اورونو کې دغه سکور مکمل کړل.
دبنگله ديش لخوا امرالقيص 60، شکيب الحسن 32، تميم اقبال 38، زونيد صديقي 12، مشفق الرحمان 6 رنز جوړ کړل.
همدغه شان محمدالله په 21 او شفيع الاسلام په 24 رنز ناټ اوټ پاتې شول.
دانگلينډ لخوا اجمل شهزاد درې، ټيم برنسن يوه او گريم سوان دوه وکټې ترلاسه کړي دي.
بنگله ديش ټاس وگټلو او انگلينډ ته يې دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه ، چې دانگلينډ ټول ټيم په 49.4ؤ اورونو کې د225ؤ رنزو جوړولو وروستو اوټ شو.
دانگلينډ لخوا مورگن 63، ټراټ 67، سټراس 18، بوپارا16 ، کالنگ ووډ14 او گريم سوان 12 رنز جوړ کړي دي.
په بنگله ديشي ټيم کې نعيم اسلام، عبدالرزاق او شکيب الحسن دوه ، دوه، شفيع الاسلام، ربيع الحسين او محمدالله يوه ، يوه وکټ ترلاسه کړې ده.
بنگله ديش او ائرلينډ له دې وړاندې درې، درې گروپ ميچونه کړي دي چې دهغې څخه يې يو ، يو گټلى او انگلينډ دڅلورو ميچونو څخه په دوؤ کې کاميابي ترلاسه کړې او يو يې برابر شوى دى.
له دې وړاندې هم نن دجمعې په ورځ په موهالي کې دلسم ورلډ کپ دگروپ بي په يو ميچ کې ويسټ اينډيز ائر لينډ ته په 44ؤرنزو ماتې ورکړې ده

Recommended

XS
SM
MD
LG