لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: سږ کال تراوسه پورې په هېواد کې 778 کسان د ډېنګي مرض نه مړه شوي


د بنګله دېش سرښار ډهاکه کې د یو سرکاري هسپتال مشر محمدنعمت الزامان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هېواد یې ډېنګي په مخینوي کې د مشکلاتو سره ځکه مخامخ دی چې مستقل تګلاره نه لري او ډیرو خلک یې د علاج نه ناخبره دي
د بنګله دېش سرښار ډهاکه کې د یو سرکاري هسپتال مشر محمدنعمت الزامان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هېواد یې ډېنګي په مخینوي کې د مشکلاتو سره ځکه مخامخ دی چې مستقل تګلاره نه لري او ډیرو خلک یې د علاج نه ناخبره دي

د بنګله دېش حکومت ویلي سږ کال تر اوسه پورې په ملک کې 778 کسان د ډېنګي مرض نه مړه شوي او 157172 نورکسان د میاشي په زریعه خپرېدونکي ناروغۍ مریضان کړي دي.

ماهرین وايي په بنګله دېش کې ډېنګي د مخنیوي په کوښښونو کې د رابطو نیشت والی هم د مرض په چټکتیا د خپروېد سبب دی.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په وروستیو ورځو کې خبرداری کړی چې د موسمي بدلون له امله هم د ډېنګي، زیکا او د میاشو دلارې انسانانو ته لګېدونکي نورې ناروغۍ په چټکیتان خپرېږي.

د بنګله دېش د صحت محکمې ډرېکټرېټ جنرل هېلت سروېسز وویل سږ کال تراوسه په ملک کې د ډېنګي مرض نه 778 کسان مړه شوي 157172 نور ترې ناروغه شوي دي.

د 2022 په ټول کال کې د ډېنګي نه 281 کسان مړه شوي وو.

په پاکستان کې هم وخت په وخت ډېنګي کېسونه رپورټ کېږي.

د ډېنګي عامو علاماتو څه د ډول دي: سخته تبه، په بدن دردونه، زړه خرابېدل او کوزکتل، په پلو کې دردونه او په ډیرو سختو کېسونو کې د بندن دننه وینا بهېدل چې بالاخر ترې مرګ هم کېدلی شي.

د بنګله دېش سرښار ډهاکه کې د یو سرکاري هسپتال مشر محمدنعمت الزامان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هېواد یې ډېنګي په مخینوي کې د مشکلاتو سره ځکه مخامخ دی چې مستقل تګلاره نه لري او ډیرو خلک یې د علاج نه ناخبره دي.

هغه وویل د ډهاکې او د نورو لویو ښارونو نه بهر نرسانو او د صحت نور کارکونکي د ډېنګي د علاج دپاره زیاته تربیت ته ضرورت لري.

هغه وویل حکومت ته پکار دي چې د ښارونو منتظېمین، د مقامي حکومتونو کارکونکي او څېړونکي یو ځای کړي چې په مستقبل کې ډېنګي د مخه نیولو لارې چارې ولټوي.

په ډهاکه کې ځینې خلک د حکومت د کوښښونو نه خوشحاله نه دي.

د ښار اوسېدونکي ذاکر حسین وویل د کور سره نژدې د خځلې پردې دي، هغه احتیاط کوي او د میاشو نه د بچ کېدو دپاره جال استعمالوي خو بیا د دې باوجود یې لور يې ډېنګي مریضه کړه. هغه وویل که چېرې د ښار کارکونکو د میاشو خلاف دوایانې شېندلی وی نو د ډېنګي مرض به نه خپرېدو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG