لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنګله دېش حکومت د انساني حقونو تر ټولو لوی تنظیم اجازت نامه منسوخ کړه


د کال 2017 په دې تصویر کې د اودیکار فعالان په بنګله دېش کې د خلکو په زور د بې درکه کېدو په ضد احتجاج کوي
د کال 2017 په دې تصویر کې د اودیکار فعالان په بنګله دېش کې د خلکو په زور د بې درکه کېدو په ضد احتجاج کوي

د بنګله دېش حکومت په ملک کې د انساني حقونو تر ټولو لوی تنظیم د کار اجازت نامه منسوخ کړه چې په نړیواله کچه یې د انساني حقونو ټولنې غندنه کړې ده.

د وي ای د رپورټ ترمخه د بنګله دېش حکومت د جنون د میاشت په پېنځمه نېټه د اودیکار نومې تنظیم لایسنس یا اجازت نامه منسوخ کړه.

په 1994 کې جوړ اودیکار په بنګله کې د انساني حقونو د خلاف ورزو رپورټونه ورکولو دپاره شهرت لري او د ملګرو ملتونو، هیومن رایټس واچ او نورو نړیوالو ادارو سره یې همکاري کوله.

د بنګله دېش وزیراعظم د دفتر زېلي ادارې اېن جي او افېیرز بیورو په خپل امر کې وویل د اودیکار هلې ځلې د اطمینان وړ نه وی.

اېن جي او بېیورو وویل اودیکار په خپله وېب پاڼه د قانون بالا د څو وژنو، قتلونو او د خلکو د بې درکه کېدو په اړه د غلطو معلوماتو دلارې د بنګله دېش خلاف پروپګېنډه خپروله او دنیا ته یې د ریاست نوم بدنام کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د بنګله دېش په امنیتي ادارو د ډیر وخت راهسې د غیرقانوني وژنو، خلکو د بې درکه کوولو او د انساني حقونو د نورو سنګینو خلاف ورزیو الزامات پورې کېږي. تېر کال د ډسمبر په میاشت کې امریکې د بنګله دېش په رېپېډ اېکشن بټالین نومې امنیتي ادارې د انساني حقونو د خلاف ورزو په سبب پابندۍ ولګولې. اودیکار به په باقاعده ډول خپلو رپورټونو کې وېل چې دغه اداره د انساني حقونو خلاف ورزي کوي.

د اودیکار جنرل سېکریټري عادل الرحمان خان وي او ای ته وویل چې د ادارې په ضد د ډیر وخت راهسې قانوني ګامونه اخیستل کېدل.

خان وویل اودیکار په 2014 کې بهر نه د مالي مرستې ترلاسه کولو دپاره خواست کړی و او بیا په 2019 کې ادارې د اجازت نامې د بیا نوي کولو په اړه خپله مقدمه عدالت ته یوړله.

هغه وايي اوس چې په عدالت کې مقدمه چلېږي اېن جي او بېیورو په "خودسره ډول" د عدالتي بهیره نه بهر د اودیکار لایسنس منسوخ کړو.

عادل الرحمان خان چې د انساني حقونو په برخه کې د کار په سر یې یو شمېر انعامونه هم اخیستلي د لانسنس د منسوخېدو په اړه وویل "دا یو بل کوښښ دی چې په دې ملک کې د انساني حقونو دپاره زمونږ کار ودروي."

د بیا بیا کوښښونو باوجود وي او ای د اېن جي او افېیرز بیورو ځواب ترلاسه نکړی شو. د ادارې ډرېکټر د وي او ای پوښتنو نه ځوابونه ورنکړل.

د انساني حقونو یولس نړیوالو تنظیمونو چې پکې اېمېنسټي انټرنېشنل، هیومن رایټس واچ هم شامل دي، د زیارت، پنجشبې، په ورځ په یو بیان کې یې د بنګله دېش حکومت نه غوښتنه وکړه چې د اودیکار په اړه خپله فېصله بېرته واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG