لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کردان دې په پرامنه توګه په ریفرنډم کې برخه واخلي: مسعود بارزاني


په شمالي عراق کې کردانو د سیمې صدر مسعود بارزاني په کردانو غږ کړی په ریفرنډم کې دې برخه واخلي او د عراق نه دې ازادي ترلاسه کړي.

د نیم خودمختاره کردستان سرښار اربل کې د ریفرنډم په شپه یو خبري کانفرنس ته ښاغلي بارزاني ویلي ٫٫ مونږ دې نتیجې ته رسیدلي یو چې د عراق نه ازادي به مونږ د تیرو وختونو د بدو پېښو نه وساتي.٬٬

مسعود بارزاني په کردانو د ګل په ورځ په دغه ریفرنډم کې په پرامنه توګه د برخه اخستو غږ کړی او ویلي يې دي٫٫ د بغداد سره زمونږ ملګرتیا ناکامه شوی، مونږ به دغه ملګرتیا ته بیرته نه ستنیږو.٬٬

د اتوار په ورځ وختي ګاونډي ایران اعلان کړی د عراق نه کردستان يې خپل ټول هوايي سفرونه تړلي دي. د ایران دغه ګام په دغه سیمه کې د کردستان د سیمه ایز حکومت لخوا د ریفرنډم پرضد لومړی د مخالفت ګام دی.

په اربل کې د کردستان د ازارۍ پلویان وايي د ریفرنډم د ځنډولو غږونه به د دوي حوصلې کمې نه کړي
په اربل کې د کردستان د ازارۍ پلویان وايي د ریفرنډم د ځنډولو غږونه به د دوي حوصلې کمې نه کړي

د کردستان سیمې ځايي حکومت بیا بیا د دغه ریفرنډم د ځنډولو غږونه رد کړي، په دغو د سپریم کورټ لخوا تیره اونۍ شوی امر هم شامل دی. د کردستان ستر عدالت یا سپریم کورټ د خپلو امرونو عملي کولو دومره اختیار نه لري.

صدر مسعود برزاني د وي او ای فارسي څانګې سره په مرکه کې ویلي د کردستان ريفرېڼډم به په سمدستي توږه بدلون را نه ولي خو د بغداد سره به د کردستان د آزادۍ په اړه خبرې اترې راپاروي. نوموړي ويلي ددغې رېفرڼدم ورسته به د کردستان حکومت د عراق سره د وسيلو په وېش ، د پولې په کرښو او د پوره آزادۍ لپاره په نېټه خبرې کولی شي.

د عراق حکومت ترڅنګ ترکي ايران،امريکا او ملګري ملتونه په دې وخت کې د کردستان د رېفرنډم مخالفت کوي. په دغه سيمه کې اسراېل د کردستان د رېفرنډم يواځنی ملګری دی.

کردستان سیمه په عراق کې تر ټولو محفوظه سیمه ګڼل کیږي
کردستان سیمه په عراق کې تر ټولو محفوظه سیمه ګڼل کیږي

په عراق کې 6 ميلينه کردان ژوند کوي چې د ټول عراق 20 فيصدي آبادي ده دوي اکثر د عراق د حکومت نه زورزياتي ګيلې کوي او غواړي چې خپل ځان له جدا ملک جوړکړي او په خپلو وسيلو اختيار اولري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG