لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې وختي ووټونه شروع شول


په نارت کېرولاینا کې وختي ووټونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شروع شول
په نارت کېرولاینا کې وختي ووټونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شروع شول

د امریکې د نوي صدر د انتخاب دپاره وختي ووټونه په نارت کېرولاینا ریاست کې شروع شول. په ووټونو کې د سختې مقابلې په سبب دا ریاست بېټل ګراوڼد سټېټ د جنګ مېدان بلل کېږي.

په نارت کېرولاینا کې وختي ووټونه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شروع شول. په ووټونو کې به د ریاست دغرنیو سیمو په زرګونو هغه اوسېدونکي هم رای ورکوي چې د هېلین نومې طوفان د تاریخي سېلابونو وروسته تر اوسه د بجلۍ او د څښلو اوبو نه محرومه دي.

د ریاست د انتخاباتو چارواکې کېرن برېنسن بېل د ریاست په ۱۰۰ کاونټیانو کې ۴۰۰ پولنګ سټېشنې به د اینده ۱۷ ورځو دپاره ووټونو دپاره خلاصې وي. د ریاست په مغربي برخه کې په ۲۵ کاونټیانو کې چې سېلاب د ټولو نه زیاتې ځپلې په څلورو ځایونو کې به پولنګ سټېشنې نه وي.

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د عمومي ووټونو تاریخ د نومبر د میاشت پينځمه نیټه ده. خو په نارت کېرولاینا کې ووټونه وختي شروع شول.

په صدارتي انتخاب کې د پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ په نامزدګۍ او نایب صدره کاملا هېرېس د واک ډېموکرېټېک پارټۍ په نامزدګۍ د یو بل مخالف ولاړ دي.

هلين نومې طوفان درې هفتې مخکې د نارت کېرولاینا غرنۍ سیمې چې د اپلېچیا په نامه هم یادېږي سختې وځپلې، درنو سېلابونو په غرونو کې لرې پراته کلي تباه کړل. طوفان دلاسه لږ تر لږه ۲۴۶ مړه شوي دي او په کال ۲۰۰۵ کې د کترینا نومې طوفان نه وروسته دا دویم لوی طوفان و.

د نارت کېرولاینا اېشوېل ښار ته هم سېلابونو سخت نقصان رسوولی دی. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ښار د ساوت بنکومب نومې لایبرېرۍ نه بهر قریباً ۶۰ کسان په صدارتي انتخاب کې وختي ووټونه ورکولو دپاره په قطار کې ولاړ وو. يخ نه پچ کېدو دپاره يې جېکټونه او په لاسونو دستانې اغوشتې وې. سحر نهې بجې د ووټونو شروع کېدو انتظار يې کولو.

د کتابخانې نه بهر په ولاړو کسانو کې ۷۷ کلنه جواېس رېچ هم د خپل خاوند سره ولاړه وه او ويې وېل طوفان د هغوي دپاره ووټ ورکول نور هم ضروري کړي دي. هغه وايي که طوفان يې خپل کور بخښلې دی خو نور خپلوان يې بجلي او اوبه نه لري او لامبېدلو دپاره دوی کره راځي. رېچ وویل فکر کوي چې رای ورکول هم یو کار دی نو پکار ده چې زر یې وکړي نوره نو نه معلوميږي چې څه کېږي.

د کتابخانې بهر په ولاړو ووټرانو کې ۳۳ کلن جېرېډ ټیک هم شامل و، ويې وېل وختي ووټ ورکول ځکه هم ضروري دي چې د هغه په قول په دې انتخاب کې جمهوریت خپله په خطر کې دی.

په نارت کېرولاینا کې وختي ووټونه به د نومبر د دویمې نېټې پورې به جاري وي او په دې ریاست کې ډېر مقبولیت لري. د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د ریاست د درې اشاریه شپږ مېلن ووټونو څخه ۶۵ فیصد ووټونه وختي ورکړی شوي وو. د دې نه مخکې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاب کې هم ۶۲ فیصد ووټونه وختي ورکړی شوي وو.

د انتخاباتو د چارواکو په وېنا ۶۷۰۰۰ ووټونه په غېر حاضره توګه ورکړی شوي دي. دا بهیر دوه هفتې مخکې شروع شوی و. د هلين نومې طوفان دلاسه بې کوره شوي خلک هر ځای خپل ووټ ورکولی شي.

صدارتي امیدوارانو ټرمپ او هېرېس په نارت کېرولاینا کې د وختي ووټونو اهمیت په پام کې نیولی و. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ډېموکرېټېک پارټۍ د نایب صدارت امیدوار ټېم والز د ریاست په وېنسټن-سېلم او ډرهم ښارونو کې جلسې کولې. هغه سره په د امریکې پخوانی صدر بېل کلېنټن هم و.

د ريپبلېکن پارټۍ په نمایندګۍ به د ساوت ډکوټا ریاست ګورنره کرستي کرسټی نویم، سېنېټره سېنډي هایډ سمېت او د ريپبلېکن نېشنل کمېټۍ مشر مایکل واټلی به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ردرفورت کاونټۍ ته تلل چې سېلاب سخته ځپلې ده.

د نارت کېرولاینا په ووټونو کې به د ریاست ګورنر، اټرني جنرل او د ریاست د نورو چارواکو انتخاب هم کولی شي.د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز دپاره د ریاست نه نمایندګانو او د ریاست د جنرل اسمبلۍ دپاره هم ووټونه کولی شي.

په نارت کېرولاینا کې به دا وړمبی انتخاب وي چې ووټران به خپل شناختي دستاوېزات اسناد ښيي. په سېلاب کې چې د چا شناختي اسناد ورک شوي دي نو هغه به یو فارم ډکوي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG