لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېلاروس کې د حکومت یو منتقد خبریال د طیارې منځ کې ونیول شو


ریان ائیر
ریان ائیر

په بېلاروس کې یو خبریال چې د صدر لوکاشینکو حکومت یې د نیولو کوشش کاوه، د اتوار/یکشنبې په ورځ پس له هغه ونیول شو چې د سورلۍ طیاره یې د انتظار خلاف، د سرښار مېنسک په ائیرپورټ کې کښیناستله.

دا پرواز د یونان د آټن ښار نه د لیټوانیا سرښار ویلنیوس ته روان و. دا بیا وروسته معلومه شوه چې جهاز کې د بم د موجودیت یو جعلي خبرداری ورکړل شوی و او په دې بهانه هغه په مېنسک کې راکوز شو.

پس له هغه چې د ریان ائیر کمپنۍ د مسافرو دا طیاره په مېنسک کې راښکته شوه، پولیسو د طیارې له منځه خبریال او سماجي فعال، رومان پروتاسیویچ ګرفتاره کړ او له ځانه سره یې ښکته کړ.

پخوانی عکس: په ۲۰۱۷ کې پولیس د خبریال رومان پروتاسیویچ د نیولو په حال کې
پخوانی عکس: په ۲۰۱۷ کې پولیس د خبریال رومان پروتاسیویچ د نیولو په حال کې

د بېلاروس مېډیا وایي چې د جهاز د راکوزېدو نه پس، په هغه کې هېڅ کوم بم ندی موندل شوی. تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزییات هم ندي ورکړی شوي. تر اوسه دا هم نده معلومه چې د بم د موجودیت دا غلط خبرداری چا ورکړی و.

په بېلاروس کې د حکومت د مخالف ګوند د مشرې سوېتلانا څېخانوسکایا دفتر ویلي چې د رایان ائیر پرواز عملې ته د بم د موجودیت پیغام ورکړی شوی و او ورته ویل شوي و چې یو پوځي جېټ جهاز یې بدرقه کوي چې هغه په مېنسک کې ښکته شي.

د څیخانوسکایا د دفتر په بیان کې دا هم ویل شوي چې جهاز ته هغه وخت پیغام ورکول شوی و چې د لیتوانیا سرحد ته نږدې و، او که ښکته کېده، نو ویلینوس ښار ورته نږدې و، مګر دا جهاز مېنسک ته راوګرځول شو.

د لیتوانیا صدر ګیتاناس ناوسیدا په ټویټر لیکلي: «د دې ناوړه عمل تر شا د بېلاروس د رژیم جنډه ولاړه ده. زه مطالبه کوم چې رومان پروتاسیویچ دې فوري آزاد کړی شي.»

پروتاسیویچ د سوشل میډیا په ټیلي ګرام پلټفارم کې د نېکسټا لایف په نوم د یو مشهوره چېنل منتظم و. په دې چینل کې د هغو پراخو مظاهرو رپوټونه ورکول کېدل چې د تېر اګست میاشتې د صدارتي انتخاباتو نه پس په بېلاروس کې د حکومت خلاف کېدلې.

حکومت په رومان پروتاسیویچ او د هغه په ملګرو دا تور ولګاوه چې ګني په خلکو او ټولنه کې یې بې نظمۍ راپارولې، سماجي نظم یې ګډوډ کاوه، او په معاشره کې یې نفرتونه خورول.

په بېلاروس کې الېکسانډر لوکاشینکو د ۱۹۹۴ کال راهیسي واک اختیار لري او کله چې تېر کال بیا هم په انتخاباتو کې کامیاب اعلان شو، په خلاف یې مظاهرې وشوې او وویل شول چې په انتخاباتو کې یې درغلي کړې وه.

د هغو مظاهرو نه تر اوسه په بېلاروس کې څه باندې دېرش زره کسان ګرفتاره شوي، سلګونه تنه وهل شوي او شکنجه شوي، او خبریالان هم په نښه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG