لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان: د "اخیري بال پورې به مقابله کوم"


که څه هم عمران خان د عدم اعتماد تحریک د یو بهرني ملک سازش وبللو او د دې د مقابلې ژمنه یې وکړه خو د زیارت، پنجشنې، په ورځ د تلویزیون د لارې قام ته وېنا کې دا یې ونه وېل چې د هغه د لېرې کولو کوښښونه به ناکام شي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي د هغه په ضد د عدم اعتماد په تحریک په پارلېمڼت کې د ووټونه نه وړاندې به د چوکۍ نه استعفا نه ورکوي او زیاته یې کړه چې د "اخیري بال پورې به مقابله کوم."

که څه هم عمران خان د عدم اعتماد تحریک د یو بهرني ملک سازش وبللو او د دې د مقابلې ژمنه یې وکړه خو د زیارت، پنجشنې، په ورځ د تلویزیون د لارې قام ته وېنا کې دا یې ونه وېل چې د هغه د لېرې کولو کوښښونه به ناکام شي.

عمران خان وویل داسې دستاوېز لري چې یو خارجي هېواد هغه د اقتدار نه لېرې کول غواړي او د هغه درې لوی سیاسي مخالفین په دغه "سازش" کې شامل دي.

عمران خان وویل نه غواړي چې د هغه ملک نوم واخلي چې اقتدار نه د هغه د لېرې کول غواړي.

عمران خان وویل د ترهګرۍ په ضد جنګ کې پاکستان د امریکې ډیره مرسته کړې ده خو په بدل کې یې د پاکستان ستاینه نه ده کړې. هغه وویل د خپلواکه خارجې پالیسې په لارې یې پاکستان کړی و.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، دا خبره رد کړې چې ګني واشنګټن عمران خان د چوکۍ نه لېرې کول غواړي.

د وایس اف امریکا اردو څانګې ته په یو بیان کې سټېټ ډپارټمنټ وویل "په دې الزاماتو کې حقیقیت نشته."

د عمران خان د تقریر نه وړاندې د پاکستان قامي اسمبلۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپله غونډه د اتوار، یکشنبې، د ورځ پورې وځنډوله او د عدم اعتماد په تحریک د ووټ یا رایو دپاره یې دغه ورځ وټاکله.

عمران خان وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ به قوم فېصله کوي چې ملک په کوم لوري بیايي.

په اقتدار کې پاتې کېدو دپاره به عمران خان د اسمبلۍ د 172 غړو حمایت ته اړتیا لري خو حزب اختلاف وايي د دې نه په زیاته شمېره کې د اسمبلۍ غړي چې پکې د عمران خان د واکمن تحریک انصاف د اسمبلۍ ممران هم شامل دي د دوی سره دي.

هم د زیارت په ورځ د حزب اختلاف ګوندونو یوه غونډه داپوزیشن ډلو دمشر شهباز شریف په کور اسلام اباد کې وشوه.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز دعوه کړې ده چې دغه غونډې ته یود مهم شخص پیغام غور شوی چې عمران خان ته د چوکۍ پرېښودو خوندي لاره ورکړل شي.

جیو دعوه کړې ده چې عمران خان غواړي که اپوزیشن ګوندونه خپل دبې باورۍ تحریک بېرته واخلي نو هغه تیار دی چې اسمبلۍ ماتې کړي اؤ دنوي سره انتخابات وشي.

عمران خان په خپل تقریر کې په دې اړه څه ونه وېل.

د جیو نیوز د رپورټ ترمخه اپوزیشن ګوندونو دعمران خان دغه مبینه وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ په عمران خان باور نه شي کولی اؤ دهغه لپاره خوندي لاره یوازې داده چې استعفا ورکړي.

رسنۍ وایي داپوزیشن ډلو په غونډه کې ۱۷۳ دقامي اسمبلۍ غړو ګډون کړی ؤ اؤ د وزیراعظم جوړیدو لپاره ضروري ده چې یو تن ته دې قامي اسمبلۍ کې د ۱۷۲ غړو ملاتړ ترلاسه وي.

د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ چې داپوزیشن ډلو په غوڼده ې غاړه کې یې برخه درلوده ، وي اوی ای ډیوه ته یې ویلي چې اپوزیشن سره دعمران خان لرې کولو لپاره دغړو شمیره پوره نه ده بلکې د پوره نه هم زیات غړي لري.

پاکستاني رسنۍ دعوه کوي چې دا مهال‌ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو غړو شمیره ۱۹۹ ته رسیدلې اؤ واکمن ګوند یوازې ۱۴۴ غړو ملاتړ په لاس کې لري.

خو داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري دعوه کړې ده چې په کومه ورځ دبې باورۍ په تحریک رایې ورکول کیږي نو اپوزیشن به دخپلو ټولو غړو رایې ترلاسه نه کړل شي .

داتوار په ورځ دقامي اسمبلۍ کیدونکې غونډه کې دایین له مخې د وزیراعظم پرضد وړاندې کړل شوي د بې باورۍ تحریک باندې رایې اچول اړین دي اؤ اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې په رایو کې به عمران خان ماتې وخوري.

قام ته خپله وېنا کې عمران خان وویل د هغه به مقابله کوي او په هېڅ صورت کې به د هغه په قول "په هېڅ صورت کې به دا سازش کامیابېدو ته نه پرېږدم."

XS
SM
MD
LG