لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان نه د پلټنو غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټنه کونکو ویلي چې سعودي عربستان د منځني ختیځ په اړه د واشنګټن پوسټ اخبار لیکنو باندې اثر غورځولو لپاره کیدلی شي د واشنګټن پوسټ اخبار او اېمازون مالک جېف بېزوس موباېل هېک (غلا)کړی وي.

د ملګرو ملتونو پلټنه کونکو د خپلو پلټنو سر ته رسیدلو ورسته تیره ورځ په خپل خپور کړي رپورټ کې ویلی دوي داسې ثبوتونه ترلاسه کړي چې د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د وټس اېپ نه یوه ویډیو د ایمازون مالک جېف بېزوس موباېل ته لیږل شوې وه.

د سعودي عربستان خارجه وزیر دغه تورونه رد کړي چې ګنې سعودي عربستان د جېف بېزوس موباېل غلا کولو یا هېک کولو کې لاس لري.

د سعودي عربستان خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرهان السعود ویلي : ٫٫ نه، ځه په دې اړه څه اندازې نه لګول غواړم خو دغه رپورټونه په ریشتیاو نه دي جوړ او نه دوي سره ریشتیا ثبوتونه شته.٬٬

د ملګرو ملتونو د ډیجیټل څارنې ډلې پوهانو ویلي د جمال خاشقجي د مرګ پینځه میاشتې وروسته د جېف بېزوس موباېل باندې جوړ جاړی شوی. جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ لپاره د سعودي عربستان په اړه کالمونه لیکل او د سعودي جاسوسانو لخوا په کال ۲۰۱۸م کې په ترکي کې په سعودي سفارت کې وژل شوی وو.

د ملګرو ملتونو پلټنه کونکو ویلي د جېف بېزوس د موباېل غلا کیدلو وخت او حالاتو د نورو پلټنو او د دې تورونو د سپیناوي لپاره لاره پېدا کړې چې معلومه شي چې ایا محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې امر ورکړی وو او یا د دغې نه خبر وو او که نه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG