لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان های کورټ امر: د تحصیلدار او نایب تحصیلدار د چوکو نه ښځې منع کول غیرقانوني ګام دی 


جسټس هاشم خان کاکړ حکم ورکړو چې دا شرط د قانون او  د آئين له مخې جائز نۀ دى او د ښځو د حقوقو د برابرۍ د تحفظ په خلاف عمل دى
جسټس هاشم خان کاکړ حکم ورکړو چې دا شرط د قانون او  د آئين له مخې جائز نۀ دى او د ښځو د حقوقو د برابرۍ د تحفظ په خلاف عمل دى

بلوچستان های کورټ امر کړی چې د تحصیلدار او نائب تحصیلدار پوسټونو لپاره ښځینه کاندیدانی د درخواست ورکولو څخه منع کول غیر قانوني ګام دی.

د بلوچستان پبلک سروس کمیشن لخوا یوازې نارینه کاندیدانو ته د درخواستونو د ورکولو لپاره اعلان شوي و او ښځې د خواست ورکولو نه منع کړی شوي وې.

عدالت امر وکړی چې صوبائي حکومت د ښځو لپاره پنځه فیصده کوټه ټاکلې ده او د مېرټ په پوسټو نو باندې هم درخواستو نه ورکولی شي.

د بلوچستان های کورټ دوه کسیز بنچ چې په جسټس هاشم خان کاکړ او جسټس ګل حسن ترين مشتمل و دغه پریکړه اعلان کړه۔

درخواست د نرګس سمالاني لخوا د تحصیلدار او نایب تحصیلدار پوسټونو لپاره د ریونیو ډیپارټمنټ د اعلان په ضد ثبت شوی چې یوازې د نارینه څخه د درخواستونو غوښتنه شوې وه.

عریضه کوونکي نرګس سمالاني له عدالته غوښتنه وکړه چې دا دی غیرقانوني وټاکي.

هغې د عدالت نه دا غوښتنه هم وکړه چې صوبائي حکومت ته دې امر وکړي چې د دې پوسټونو لپاره د ښځو لپاره دي ځانګړي برخه وټاکل شي او د ميرټ پراساس د همدې پوسټونو لپاره د مقابلې اجازه دي ورکړي.

نرګس سمالاني وویل چې "د تحصیلدار او نایب تحصیلدار د ملازمتونو لپاره د ښځینه کاندیدانی منع کول د منلو وړ نه دي، ولې چې یو شمیر ښځینه د پولیسو د سپرنټنډنټ، ایس ایچ او، اسسټنټ کمشنرانو، قاضیانو، سکرترانو او وزیرانو په توګه کار کوي."

جسټس هاشم خان کاکړ دلائل اوريدلو وروسته حکم ورکړو چې دا شرط د قانون او د آئين له مخې جائز نۀ دى او د ښځو د حقوقو د برابرۍ د تحفظ په خلاف عمل دى. "د بلوچستان حکومت باید د تحصیلدار او نایب تحصیلدار پوسټونه بیا اعلان کړي او دا یقیني کړي چې یوازې د ښځینه کاندیدانو لپاره پنځه فیصده برخه یا کوټه ځانګړې شوې ده."

پریکړه کې ویل شوي چې د ځانګړې کوټې سربیره ، ښځینه کاندیدانې د مقابلې پر بنسټ په د ملازمتونو په امتحان کې ګډون کولای شي .

د عدالت په پرېکړه کې ویل شوي: "د ښځو لپاره ځانګړي شوي خالي پو سټونه چې ښځې شتون و نلري باید وروسته د ښځو لخوا ډک شي."

عدالت په خپله پرېکړه کې له حکومت څخه دا هم غوښتي، چې د ښځو د حقوقو د خوندي ساتلو له پاره د بلوچستان دپبلک سروس کمېسیون د پیاوړتیا لپاره دې ژر ترژر اقدام وکړي، چې ښځې د ملازمتونو په لړ کې د هر ډول توپیر څخه خوندي وي.

د ښځو حقوقو له پاره مبارزه کونکۍ غیر دولتي موسیسې دعورت فاونډېشن مشر علاوالدین خلجۍ د عدالت دغې پريګرې هرکلی وکړو او ویې وېل دې سره به وښځو ته په ملازمتونو کې برابري ورکړل شي.

بلوچسنان کې د ښځو د تعلیم کچه ډیره کمه ده. څېړونکي وايي ذیات شمير ښځې له حقوقو بې خبره او بې برخې د کور دننه ژوند کوي او ورته د تعلیم، کار روزګار او په سماجي هلو ځلو کې برخه نه ورکول کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG