لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان های کورټ د عمران خان خلاف د بغاوت مقدمه ختمه کړه


عمران خان هغه ته د کرپشن په الزام درې کاله د قېد سزا ورکړی کېدو خلاف د اسلام اباد های کورټ ته اپيل کړی و. د روېټرز خبري ادارې ترمخه، هغه د خپلې دفاع بغیر سزا ورکړی شوې ده
عمران خان هغه ته د کرپشن په الزام درې کاله د قېد سزا ورکړی کېدو خلاف د اسلام اباد های کورټ ته اپيل کړی و. د روېټرز خبري ادارې ترمخه، هغه د خپلې دفاع بغیر سزا ورکړی شوې ده

د بلوچستان های کورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د بغاوت مقدمه ختمه کړه او په اسلام اباد کې های کورټ د عمران خان خلاف د توشه خانې په مقدمه کې فېصله محفوظ کړه.

امکان دی چې اسلام اباد های کورټ د توشه خانې په مقدمه کې خپله فېصله د نهې، سه شنبې، په ورځ واوروي.

عمران خان د کرپشن په مقدمه کې درې کاله د قېد خپلې سزا خلاف خلاف د اسلام اباد های کورټ ته اپيل کړی و. د روېټرز خبري ادارې ترمخه، هغه د خپلې دفاع بغیر سزا ورکړی شوې ده.

د عمران خان وکیل نعیم پنجوتا د ګل، دوشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل چې د توشه خانې په مقدمه کې عدالت خپله فېصله محفوظ کړه او عدالت به د نهې، سه شنبې، په ورځ فېصله اوروي.

د دې سزا په بنیاد عمران خان د دریو کلونو دپاره نااهل شوی او په انتخاباتو کې شرکت نه شي کولی.

د عمران خان خلاف د بغاوت مقدمه د هغه د یو تقریر په بنیاد په کوټه کې درج شوې وه.

د بلوچستان های کورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې استغاثه یا سرکاري وکیلان ناکامه شول چې د صوبايي او یا وفاقي حکومت نه اجازت راواخلي چې په عمران خان د بغاوت فرد جرم ولګوي او مقدمه پې چلوي.

د عمران خلاف مقدمه خارجولو په لړ کې بلوچستان های کورټ وویل په پخواني وزیراعظم لګول شوي الزامات قانوني حېثیت نه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG