لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایډن حکومت: د امریکا بشري مرستې طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته لېږل کیږي


د امریکې سپينې ماڼۍ د منتخب صدر ډونلډ ټرمپ لخوا افغانستان سره په کېدونکو مرستو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط را وروسته افغانستان ته چې کومې بشري مرستې استول کېږي، ګټه یې طالبانو ته نه بلکې د افغانستان خلکو ته رسيږي.

تر دې وړاندې منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د جو بایډن حکومت لخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د "میلیاردو" ډالرو په شوؤ مرستو باندې نیوکې کړې وې.

ټرمپ، د سه شنبې په ورځ (د جنوري اوومه )پخپل شخصي کور– مارالاګو- کې په خبري کنفرانس کې چې د خپل جمهوري رياست د دورې د رسمي پیلیدو وړاندې یې د خپلې ادارې بهرنۍ پالیسۍ په هکله معلومات ورکول، د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان سره د امریکا د حکومت په مرستو په اړه هم خبرې کړې وې

ښاغلي ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګوندې میلونونه امریکایان د طالبانو سره د امریکا په میلونونو ډالرو مرستو باندې په غصه دي ویلي وؤ، "حتی یقین پرې نه شي کیدای. میلیونونه نه بلکې میلیاردونه ډالر. څوک میلیاردونه ډالر اساساُ طالبانو ، افغانستان ته ورکوي؟ دا جو بایډن ورکوي"

خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ (جنوري اتمه)په دې اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل «افغانستان ته استول شوي بشري مرستې، د افغانستان خلکو ته رسېږي نه طالبانو ته. دا په میخانيکي ډول په همدې بڼې تنظیم شوي دي»

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.

ښاغلي فطرت په ایکس رسنۍ خپل یو پوسټ کې، ویلي دي چې امریکا له لورې د طالبانو حکومت سره د میلیاردونو او میلیونونو ډالرو د مرستو ادعاوې په بشپړ ډول ناسمې دي او په کلکه یې ردوو .

هغه ویلي:" حقیقت دا دی چې امریکا اسلامي امارت ته نه یوازې دا چې یوه روپۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان د خلکو میلیاردونه ډالر یې غصب او کنګل کړي دي."

تر دې مخکې یو امریکايي مقام، چې افغانستان سره د استول کېدونکو مرستو څار کوي، ویلي وو چې د مرستو جدي څار کېږي چې طالبان ترې ګټه وانه خلي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا له افغانستان او افغان کډوالو سره د مرستو لپاره ۲۱.۰۶ میلیارد ډالر مرسته ځانګړې کړې او تقریبآ ۳.۳۳ ملیارد ډالر یې په بشري او انکشافي برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.

د سیګار په راپور کې ویل شوي وو چې ممکن ځینو ترهګرو، متحدینو او سازمانونو یې په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستو څخه په ناقانونه توګه ګټه اخیستې وي.

دا لومړی ځل نه دی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه څرګند انتقاد کېږي. د تېرکال په لومړیو کې د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال په یوې استماعیه غونډې کې ویلي وو چې طالبانو د مرسته کېدونکو پېسو د ترلاسه کولو لپاره جعلي موسسې جوړې کړې او خپل خلک د ملګرو ملتونو په ادارو کې ځای په ځای کوي.

خو هغو امریکايي مقاماتو چې له افغانستان سره د مرسته کېدونکو پېسو څارنه کوي، استماعیه غونډې ته وویل چې دا مرستې په کلکه څارل کېږي چې د طالبانو لاسونو ته ورنه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د تېرکال د اپریل په درېیمه نېټه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو،‌ چې طالبان د امریکا مرستو ته لاسرسی نه لري.

هغه ویلي وو: «اجازه راکړئ څرګند یې ووایم چې موږ له خپلو ټولو شریکانو څه غواړو چې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې د ډاډ ترلاسه کولو لپاره محافظتي اقدامات ولري. موږ له خپلو شریکو سازمانونو څخه، چې بشري مرستې رسوي،‌ غوښتي دي چې جدي نظارت وکړي ‌او راپور ورکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د مرستو په وېش کې د اندېښنو په اړه طرحې او پروتوکولونه شته او «موږ په دوامداره توګه د بشري‌ مرستو نظارت کوو او د احتمالي‌ خطرونو او دا چې د امریکا مرستې په غیر مستقیم ډول د طالبانو لاسونو ته ځي، د کمولو» په هڅه کې یو.

تېرکال د جولاۍ په میاشت کې د امریکا کانګرس یوه تګلاره منظور کړه، چې د طالبانو لاسونو ته د امریکا د مرستو د رسېدو مخه نیسي.

دا لایحه یا تګلاره«له طالبانو سره د بهرنیو هېوادونو د مادي او مالي‌ مرستو د حمایت سره د مقابلې تګلارې ته اړتیا» نومېږي چې د کانګرس غړي تم برچیت وړاندې کړې وه.

دا لایحه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مجبوروي چې طالبانو ته د مرستو د برابرولو او له هغوی څخه د استفادې د څرنګوالي په اړه راپور ورکړي.

برچیت د دغې لایحې د تصویب څخه وروسته په خپل ایکس کې په یو ویدیويي پیغام کې وویل: «دا (لایحه) نه پرېږدي ستاسو د مالیاتو پېسې د طالبانو لاسونو ته ورشي.»

په تېرو دریو کالونو کې، چې طالبان بیا په افغانستان کې واکمن شوي، متحدو ایالتونو له دغه هېواد سره د میلیاردونو ډالرو بشري مرستې کړې دي.

د وي او اې اشنا په مننه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG