لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن او د یورپي او لاتینې امریکې مشرانو له حماس ډلې وغوښتل د ډزبندۍ تړون دې ومني


د امریکا صدر او د یورپ او لاتینې امریکې په ګډون د 16 هېوادونو مشرانو له حماس ډلې غوښتي چې د اسرایلي وزیراعظم د نوي پلان د تړون لپاره په غزه کې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي.

حماس ډلې او اسرایل تر اوسه د دغو هېوادونو تازه غوښتنې ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی، خو اسرایل د ډزبندۍ وروستیو غوښتنو ته اکثر په جواب کې ویلي چې په د حماس تر ځپلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

سپینې ماڼۍ د جون پر شپږمه د دغو هېوادونو په استازیتوب په خپل ګډ بیان کې ویلي، دوی د خپلو هېوادونو د یو شمېر وګړو په ګډون په غزه کې د یرغمل کسانو په اړه "ژوره اندېښنه" لري.

په بیان کې ویل شوي دوی په غزه کې د ډزبندۍ او د یرغمل کسانو د خوشي کېدو په اړه د خبرو اترو او هغه پلان "بشپړ ملاتړ" کوي، چې پر مېز پروت دی او صدر بایډن د می میاشتې پر 31مه اعلان کړ:

"نور وخت نه شته چې ضایع یې کړو، موږ پر حماس ږغ کوو چې دا تړون وکړي، ځکه اسرایل تیار دی چې ورسره پر مخ لاړ شي او د خپلو [یرغمل] وګړو د را خوشي کولو بهیر پیل کړي".

دا ګډه غوښتنه د امریکې په ګډون د ارجنټاین، اسټریا، برازیل، بلغاریا، کېنېډا، کمبوډیا، ډنمارک، فرانس،‌ جرمني، پولېنډ، پرتګال، رومانیا، سربیا، سپېن، تایلېنډ او برتانیې مشرانو کړې ده.

د دغو هېوادونو مشرانو ویلي دي د اسرایل او حماس تر منځ دا ممکنه تړون به سمدستي ډزبندۍ ته لاره هواره کړي چې یرغمل او د اسرایل په زندانونو کې بندي کسان را خوشي شي او غزې ته زیاتې خوراکي مرستې ورسیږي.

د بیان له مخې دا تړون به د دې سبب هم شي چې نه یواځې د جګړې له کبله د تباه شوې غزې د بیارغونې کار پیل شي بلکې اسرایلي او فلسطیني وګړو ته به پکې د امنیت ضمانت ورکړل شي.

د امریکې، یورپ او لاتینې امریکې مشرانو دا هم ویلي چې که حماس د ډزبندۍ تړون ته غاړه کښېږدي دا به د اوږدمهاله امن او د فلسطین د دوه ریاستي حل خبرو اترو ته هم موقعې برابرې کړي:

"په دې فیصله کوونکې شېبه کې موږ د اسرایل او حماس پر مشرانو ږغ کوو چې د دې تړون لپاره هر ډول وروستی جوړجاړی وکړي او د یرغمل شویو کسانو کورنیو ته خوشالي راوړي".

دغو هېوادونو په ګډ بیان کې ویلي، د حماس او اسرایل تر منځ دا اوږدمهاله تړون به "د دې ناوړه جګړې" دواړو خواوو ته د ملکي ابادۍ په ګډون ارامي راولي:

"همدا د جګړې د ختمولو وخت دی او دا تړون د دې لپاره د پیل کېدو ضروري ټکی دی".

صدر جو بایډن د می پر 31مه په سپینه ماڼۍ کې د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت ور سپارل شوی د ډزبندۍ پلان اعلان کړی وو.

صدر بایډن ویلي وو د اسرایل نوی وړاندیز شوی پلان درې پړاوه لري چې په لومړي کې به په غزه کې شپږ اوونۍ ډزبندي وي، اسرایلي ځواکونه به د غزې له ټولو ملکي سیمو وځي او حماس به ځینې یرغمل کسان بیرته خوشي کوي.

بایډن ویلي وو، "د دې جګړې د ختمېدو وخت راغلی. اسرایل نوی هراړخیز وړاندیز کړی، د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو او د همېشنۍ ډزبندۍ یو پلان دی".

د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هیوادونو یا جي-7 مشرانو هم د جون پر دېیمه په غزه کې د ډزبندۍ او یرغمل شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره د صدر جو بایډن د "هراړخیز تړون" د پلان بشپړ ملاتړ کړی وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG